یوسف ع منظوم
داستان د کړکېښ/ پېښلیک ( تاريخ) له پلوه د رښتېنو پېښو او يا هم د تخيل راسپړل دي او ډېر ډولونه لري.
__________
د یوسف ع منظوم داستان
اسـمـاني کتاب کــې ما لوستی بــیــان
چې تـعـبېر شــتــه د خوبونـو د انسـان
د خـوبــونـو یـوه کـیـسه درتـه کوومه
پــېښـه شوې ده پـه ملـک کې د کـنعان
د یعقـوب علیه السلام دولس ځـامن و
خـو پــه ټـولو کـې یـوسف و ورتـه ګران
لا یوسـف علیه السلام کـوچنی ماشوم و
چې یــو خــوب ئې ولـېدلـو په دا شـان
لمر،سپوږمۍ ،یوولس ستوري شي راټېټ
په سـجـده شـي ده ته واړه همزمان
چې یوسف علیه السلام پلار ته خوب ووي
پـلار ئې ډېر شولو پـه غم کې سـرګردان
ویلې ځوېه ! دا خوب ونـه وايـې چـاتـه
هسې نـه چـې کړي د ګور دې بـندېـوان
لمر,سپوږمۍ دې پلار او مور،ستوري دې ورونه
پـــه تــعظېـم به دې پابند وی هر زمان
چې نور ورونــه ئې له خوبـه نـه خبر شو
د وژلو د یـوسـف ئې جــوړ کــــړو پـلان
راغلل پلار ته ئې ویل یوسف مونږ سره پرېږده
چې سـبـا تـه مـونــږه ښکار تــه یو روان
پس لـه ډېـري زارۍ پلار ورسره پرېښود
ښـکار تـه ووتل ټول ورونه ئـې ښکارېان
هــغـوۍ دی ژور کـوهي تـه ورګوزار کړ
خو، یـوسف د کوهـي ډډ تـه بچ کړ ځان
پلار تـه ورکــــړلـو دوۍ دارنـــګــه خـبر
چې لـېـوه وخـوړ یـوسـف ، راغله لېوان
چې یوسف کوهي کې دری ورځې کړي تېرې
خـدای پـه دغه لاره راوسـتـه کــــاروان
چې کوهي ته ئـې بوکه خپلـه ګوزار کړه
د اوبــــو پــر ځـای راوخته یـــو ځوان
ځــوان ئې مـصـر تـه بوتللو لـه کنعانـه
هـلتـه بـل له سـره پیل شـولو داسـتـان
اسـمـاني کتاب کــې ما لوستی بــیــان
چې تـعـبېر شــتــه د خوبونـو د انسـان
د کاروان خاوند یوسف پـه عزیز خرڅ کړ
ډېـر مـالـدار و، خو یې نــه لـرل بـچېان
عــزیــز وویــل زلېخا تــه، ای مېرمـنې
د یــوســف سره چلـنـد کــــړه مـهربان
زلـیـخـا شوه پـه یـوسـف باندې میـنـه
د عشق اور کې شـوه ستې پـتي ســوزان
لاس ئې واچوو یوسف ته، شوه بې صبره
د یــوسـف کمېس تـه ورســېـده زیـان
چــې عـزیز ددغه پېښې نــه خـبـر شـو
پـه یوسف باندې ډېر زیات شـو بدګمان
یـو خپلوان ماشوم د دوۍ غږ کړ زانګو نه
پړ یوسـف دې، که ئې څېری وي ګریوان
که ګریوان ئې څېری نه وي نو پـړ نه دی
خـو ســره ددې یـوســـف شـو بندېوان
پـه دي وخت کې د باچا ساقي، نانوایي
پــه الــزام د زهـرو شــولـو زاندانېان
پـه دوی تـور وو ، چې ئې کړي اراده وه
چې پــه زهرو بـاچا ورک کړې له جهان
نـانـوايــې او سـاقــي ولیدل خــوبـونـه
چې یـوســف ئې تعـبـېــر وکـړلو روښان
نانوایي پـه ســر ټـوکـــرۍ وه د ډوډۍ
خو ډوډۍ ترېنـه تالا کـانـدې مرغـان
سـاقي وویل چې ما خوب کې دې لېدلی
بېا ســاقـي شم د مـصری بـاچـا ریــان
پوه یــوسف ورتـه خـوبــونــه کړل مانا
چـې یـــوه تـه وه فـاېده، بــل تـه تاوان
یــوسف وویل نـانوايـې ته، په دار کېږې
غــوښـــې سـتـا بـه شوکوي ځناوران
او ساقي به ژر له بنده ځنې خلاص شـي
د بــاچا به شـي نـوکـر بـېا هـغـه شـان
څه وخت روسته بـاچـا خپله ولېد خوب
چې تعبېر ته یې راجمع کړل پــــوهـان
بــاچا وویل، مـا لېدلی داسـې خوب دې
چې اووه خوار غوایي وخوري، چاق غوایان
او اوه وچ وږي راتاو شي اووه شنو نه
دا شنه وږي کړي وچ کلک دځان په شان
ویل پوهانو: دغه خوب دې ډېـر پـېچلی
چـې تعبېر ئې مـونږ تـه نه ښکاري اسـان
ساقي غږکړ،چې په جیل کې یو زلمی دی
د خوبونو د تــعبېـر لـري ښـــه تــوان
باچــا وویـــل دا زلـمی راولـــئ دلـتـه
چـې د خـوب د مـانا وکـړم ترې پرسـان
یوسـف راغی باچا خـلاص کړ له زاندانه
د بــاچــا د خــوب د راز شــو تـرجمان
یــوسف وویـل اووه کـاله سوکالي ده
چــې هر څـه بــه وې ډېرتېر او پرېمان
بېا اووه کـالـه قـــحطي ده راروانـــه
د هـېڅ څـه درک به نه وي پــه جـهان
د مصرېانو به تنګسـه او ستونزې نه وي
سـرله اوس نـه، که سـپما کاندي شیـان
بــاچا کړلو یـوســف دې کار کې واکدار
چلېدلو یې په ټــول مـلـک کې فــرمــان
اسـمـاني کتاب کــې ما لوستی بــیــان
چې تـعـبېر شــتــه د خوبونـو د انسـان
چې عــزیـز مـړ شـو , واده ئې زلېخا کړه
د یــوســـف شـولو د مینې کـــور ودان
قـحطي راغـله پــه جهان، مصر ابـاد وو
هــرې خــوانـه بــه راتله سـودګـــران
د یوسـف ورونه خو هم مصر تـه راغلل
چـې تر لاس کړي ضروری د ژوند شېان
یوسف ورونه پېژندل خو دوی پـوه نه و
ورسـره بــه ئـې ډېـر زیـات کاوه احسان
بنېامین پــه نـوم سکه ورور د یوسـف و
د هغه بار کې پټ جام کېښود مـیــزبان
په بـهـانـه د غـلا ئې بنېامین ایسـار کړ
حکم وکـړه پـــرې د مـــصــر قانوندان
ورونو ئــې وکـړله زاری، خـو کار ونه شو
نــا امیده شـولو، بار يـې کړل اوښــان
چې یعقوب علیه السلام په حال خبر شو
تـودو اوښکو نــه ئې جوړ شولو بــــاران
چـې یې ورونه دوبــاره مـصر ته راغلل
نـو یــــوســــف ورته وروپېژندو ځـان
ورونـــو ئــې ورسـوو پـلار تــه دا پیغام
چې ژوند دې یـوسـف ، ستا د زړه درمان
د پـلار درد یې شو بدل په خـوشالۍ کې
ویـل لـېدل مې د ځامــنـــو دې ارمان
لنډه دا چې پلار او مور یې دلته راغــلــل
شــولـو مـصر کې دېـره ټـول خانـدان
مور او پلار ، ورونه خدمت کې دیوسف و
لمر، سپوږمۍ ، یولس ستوري د اسمان
اسـمـاني کتاب کــې ما لوستی بــیــان
چې تـعـبېر شــتــه د خوبونـو د انسـان
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
یادونه: ددې داستان متن د قران کریم د دیارلسمې ( ۱۳ ) سپاری سوره:یوسف څخه اخستل شویدی عزیز د مصر یو مالدار سړی و چې زلیخا ئې ښځه وه او ریان پدغه وخت کې د مصر باچا وو ددې داستان په نښتون کې دا هم راپه ګوته کول ضروری دې چې زه د ساپوهنی په رڼا کې د خوب مانا د یوه کتاب د لیکلو د پاره په څېړنه لګیا یم.
د پوهنیز دود سره سم د څېړنی په نظریاتې برخه کې د خپلې وسې پوری ټولو هغه لیکنو ته نظر اچول پکار دې چې د خوب مانا په باره کې وي. پدې لړ کې ما د خوب دیني تعبېرونو ته هم باملرنه وکړه. کله چې د یوسف (ع) کیسه د خوبونو د مانا په تړاو کې ولوسته او بیا مې په ذهن کې راغونډوله نوددې داستان څوبیته جوړ شو چې وروسته بیا بشپړ شو.
( ډاکتر کبیر ستوری Dr. Kabir Stori )
