اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

غزل

هر څوک زما غوندې ساده نه وي چې زیار وباسي
خلق پښتو مښتو په تندر ولي، کار وباسي

دا استحصال دی د پردو که بې حسي ده زمونږ
څه چل خوشته دی، چې توبې مو هر سالار وباسي

دوی هر منزل ته په لنډو د رسېدو قایل دي
پښتانه ځکه په سمسور پټي کښې لار وباسي

د داسې باغ به آخر څوک وي چې پالنه وکړي
چې تري مالیان پخپله بوټي مېوه‌دار وباسي

دا چې په ځای د محبت، په زرو زور پسې ځي
د وخت د پوزي نه به څوک دغه مهار وباسي

سکڼیه وروره! د شین سترګي په پېښو مه پربوزه
لالا ایټم ، هرې غوټې نه د کوکنار وباسي

چې به درخو د پښتونخوا ورته بلۍ ساتلې
ادم لګیا دی، د رباب نه هغه تار وباسي

محموده! جرته یې لږ، راشه ننداره خو وکړه
ایاز دې ګوره ! تېرې کړیکي، په بازار وباسي

یقین مې نه شي چې بل څوک دغه معیار ومومي
چې خپل وطن له کومه وینه قلمکار وباسي

یاران خوپرېږده، دښمنان یې هم په ځان مین کړه
ستا اباسین خلک به دې جرم له ښار وباسي

(پروفیسر اباسین یوسپزی)


Professor Abaseen Yousafzai

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←