اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

اوس د غني واوره

ښه ده اوس د غني واوره

په صفا ساده پښتو کې

ما له نه راځي خبرې

په چل ول په اشارو کې

ما ته څه مغل مغل کې

ورک مغل او ورک يې کور دى

ولې نوم د هغه نه اخلې

چې دې نن په اوږو سور دى

د پښتو لاره صفا ده

پکې هيڅوک نه تېروځي

هر پښتون د ايمل پلار دى

خو چې يره ترې نه وځي

د دې خاورې تندر جوړ کړي

په پښتون کې دا کمال دى

د خټک د نرۍ ږيرې

هر ويښته خوشحال خوشحال دى

چې غيرت، توره ترې لاړ شي

د زمري نه جوړ ګېدړ شي

د ګېدړ دله ژوند تېر کړي

د ګيدړ په شانې مړ شو

اې زما ننګيالي قامه

ولې پروت يې په ايرو کې

د چا يره نن خاني کى

ستا د پلار نيکه حجرو کې

ستا نه هېر شو چې يو وخت کې

لکه باغ ډک د رڼا وې

ټول جهان د جړۍ شپه وه

ته يې ستورى د سبا وې

د دې سرو ټيکرو لاندې

پټې لويې خزانې دي

د تاريخ زړه کې روښانه

ستا د حسن زمانې دى

اوس ايرو له ځکه راغلې

چې لايق د هيرېدو وې

اې چې خوب کې په کوهي کې

ته به ناست په سر درو وې

مزل ګران ډېر د پښتون دى

خو سړک يې دى صفا

تيندکونه پکې نشته

خو که ستا پښو کې وي سا

که نادر دى که تورزن دى

که ملا که بر همن دى

که هټلر که پير بابا

که ګاندهي وي، که جناح

که هندى، که جاپانى دى

که ترکى، که ايرانى دى

که د روس خايسته وعدې دي

د پيرنګ خايسته دهوکې دي

دي زما ښکلې ايشياء ته

ده بې خوده امريکه

خو چې زما د پښتو غل وي

او زما د ننګ ډاکو

دى چې هر څه وي خو ماته

دى چنګيز او هلاکو

دا چې سرې ډېوې ښکاريږي

دغه ستا وو محلونه

دغه تورې تورې خاورې

وو دا ستا بچي ګلونه

(غنی خان)

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←