اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

مغل سره پتنه

د پښتون نه ګیله او د مغول سره فتنه

د خوشال بابا کلیات

مخ - ۱۶۷

.

بیا له کومه را پیدا شو دا بهار

چې په لوري یې ملک کړ یو ګلزار

.

ارغوان دي، ضمیران، سوسن، ریحان دي

یاسمن دي، نسترن، نرګس، ګلنار

.

د پسرلي ګلونه ډېر په هر هر رنګ شته

ولې سره لاله دي، لا په کښې اوڅار؟

.

جونه، موټي موټي ګل ږدي، په ګرېوان کښې

د ځوانانو ګلدستې دي په دستار

.

مغني په چغانه، لیندۍ کېږده

په نغمو، په پردو، وغواړه هر تار

.

ساقي راشه ډکې ډکې پیالې راکړه

چې د میو په مستۍ شم سرشار

.

پښتنو زلمیو بیا لاسونه سره کړه

لکه باز منګولې سرې کا، په خپل ښکار

.

سپینې تورې یې ګلګونې کړې، په وینو

په اهاړ کښې، شګفته شو لاله زار

.

ایمل خان، دریا خان، دواړه مرګ یې مه وای

هېڅ تقصیر دواړو ونکړ، وار په وار

.

د خیبر دره یې سره کړله، په وینو

په کړپه یې هم روان کړ دندوکار

.

تر کړپې، تر باجوړه، سمې غرونه

په لړزه، په زلزله شول، په بار بار

.

په هغه لوري چې کېږي پنځم کال دی

هره ورځ د سپینو تورو خرپهار

.

چې په دا لوري، زه راغلم، حبطه شوم

زه مردار یم، که دا خلک دي مردار؟

.

په لښکر لښکر، نارې شوم ورته ستړی

دا کاڼه راته نه مهېرګ وایي، نه ځار

.

چې احوال د یوسفزیو رامالوم شو

لواغر، و ما ته ښه وه، نه دمغار

.

د خټکو سپي، بهتر تر یوسفزیو

که خټک دي هم په خوی تر سپي بېکار

.

درست پښتون، له کندهاره تر اټکه

سره یو د ننګ په کار، پټ او اشکار

.

ګوره څو جنګونه وشول، په هر لوري

ولې هېڅ د یوسفزیو نشته عار

.

اول جنګ د لوړې شا، د تاترو وهٔ

چې څلوېښت زره مغول شول، تار په تار

.

خویندې لوڼه یې په بند د پښتنو شوې

اس، اوښان، هاتیان، اولجه قطار قطار

.

دویم جنګ، میر حسیني، په دوابه کښې

چې یې وټکېده سر لکه د مار

.

بیا له پسه، د نوښار د کوټ جنګ وه

چې مې وکېښ تر مغولو خپل خومار

.

بیا له پسه، جسونت سېنګ، شجاعت خان و

چې ایمل یې ګنداب ویوست د مار

.

شپږم جنګ، مکرم خان، شمشیر خان، دواړه

چې ایمل یې کړل په خاپښ کښې، تار په تار

.

چې زما په یاد دي، لوی جنګونه دا دي

د هلکو په هر لوري نشته شمار

.

همېشه فتح نصرت دی لا تر اوسه

پس له دا ده بیا تکیه په کردګار

.

اورنګزیب راته یو کال وشو چې پروت دی

په صورت حیران پریشان، په زړه افګار

.

کال په کال اومرایان دي چې پرېوځي

چې توپان شولې لښکرې کوم یې شمار

.

خزانې د هېندوستان دي راخورې شوې

سره مهران دي، ننوځي په کوهسار

.

دا د هېچا په اتلس فکره نه وه

چې به دا کارونه شي، په دا دیار

.

د بادشاه د بد نیتۍ کمی نشته

په بد نیت یې ازار واخیست، د خپل پلار

.

ځکه اوس د چا باور ورباندې نه شي

هم بد نیت دی، هم بد قول، هم مکار

.

بله هېڅ لیدله نه شي، په دا منځ کښې

یا مغول د منځه ورک، یا پښتون خوار

.

که ګردش د اسمان دا دی چې لیده شي

که د خدای رضا په دا وي، راغی وار

.

اسمان هر کله پېرې یکرنګې نه کا

ګاه په کام د ګل جاروځي، ګاه د خار

.

په دا هسې وخت چې وخت د نام او ننګ دی

دا بې ننګه پښتانه کا څه رفتار؟

.

پښتانه چې نور څه فکر کا، ناپوه دي

بې د تورې خلاصی نشته، په بل کار

.

تر مغولو پښتانه په توره ښه دي

که په پوهه پښتانه وای، څه هوښیار

.

ولسونه چې سیند وبله وکا

بادشاهان ورته سجود کاندي اختیار

.

که نفاق، که اتفاق، که جهل پوهه

د هر چا د خدای په لاس ده، هره چار

.

اپرېدي، مومند، شینواري، ګوره څه کا

د مغولو لښکر پروت په ننګرهار

.

زه تنها په کښې په غم د نام او ننګ یم

یوسفزیه فراغت، په کښت او کار

.

اوس چې هسې بې ننګي، بې ناموسي کا

عاقبت به ورښکاره شي، خپله چار

.

مرګ، زما په پوهه، ښه تر دا ژوندون دی

د عزت سره چې نه وي، زیست روزګار

.

همېشه به په جهان کښې ژوندون نه وي

د خوشال خټک به پاتې شي یادګار

.

د درېیمې خور، اول کال د عفو وه

ما چې وې په برمول کښې، دا اشعار

.

ګیله = ماڼه

فتنه = پتنه، شرارت

لوری = طرف، اړخ

ګلزار = د ګلونو باغ، ګلبڼ

ارغوان = ارغمان، يوه غرنۍ ونه ده چې ګردې پاڼې لري او ګڼ سر ګلان کوي.

ضیمران = کشمالی، ببری، بوبری، ریحان، تولسي

سوسن = زمبک، نرمې او ښکلې پاڼې لرونکی يو ډول ګل = Lily of the valley

ریحان = ضیمران، کشمالی، ببری، بوبری، ریحان، تولسي

یاسمن = رامبېل، چامبېل

نسترن = ګل نسرین، سارانی ګلاب

نرګس = سترګن کوکو = Narcissus

ګلنار = دَ انار د ګل لنډه بڼه (مخفف).

لاله = غاټول

اوڅار = څرګند، ښکاره.

جونه = نجونې، جینکۍ.

ګلدسته = کوکو ګېډۍ، د ګلو ګېډۍ.

دستار = پګړۍ، بګړۍ، پټګی، لنګوټه.

مغني = ۱) سندرغاړی ۲) ساز وهونکی.

چغانه = سرينده، سارنګۍ، سرنده، سارنده، سارنګا، د موسيقۍ يوه آله ده او د رباب په ډول پښتني ساز ګڼل کېږي.

سرشار = ډک، تر خولې پورې ,مست، ارام، خوښ.

ګلګون = ۱) سور رنګ ۲) ګلفام، کوکیالی، ګلالی، ګلرنګی، ګلوزمه، بنیالی، ډولي.

شګفته = ۱) غوړېدلی ۲) خوشال ۳) تر او تازه.

لاله راز = هغه ځای چې د لاله ګل په کښې ډېر وي ,چمن.

تقصیر = تېروتنه، غلطي.

دندوکار = ۱) د دوړو ډکه ورځ، له خړو لړو نه جوړه غړوسکه ۲) تیاره،‌تورتم، تاريکه، وریځ.

کړپه = کړپه د مومندو، په سیمه کښې، د یو ځای نوم دی

حبطه = ابته، فضول، بې ځايه، بې فايدې ، ګنده، خراب، لړلی، پليت، بې کاره.

کاڼه = د کوڼ جمع.

مهېرګ = د بددوعا او لعنت کلمه، د ځار او قربان متضاد.

لواغر = لواغر، په ضلع کرک کښې، د خټکو د یو غر نوم دی.

دمغار = دمغار، په سوات کښې، د ناییکي خېلو یوسفزیو یو کلی دی.

درست = ټول، واړه، تمام.

اشکار (آشکار) = ښکاره، څرګند، جوت، اوڅار.

عار = ۱) غیرت ۲) شرم ۳) عیب.

اولجه = ولجه، مال غنیمت، شوکه، لوټ، پردی مال چې په جنګ سره تر لاسه شي.

هلکه = وړه، لنډه، کمه، لږه

فتح = بریا، نصرت، کامیابي

نصرت = فتح، بریا، کامیابي

تکیه = استناد، ملاتړ

کردګار = خدای پاک

تاتره = تاتره، په خیبر کښې، د یو غر نوم دی چې د مغولو او پښتنو پرې لوی جنګ شوی و.

دوابه = دوابه، په ضلع چارسده کښې، د مومندو له سیمې سره لګېدلې سیمه ده. د دې جنګ کمان د مغولو له اړخه د میر حسیني په لاس کښې و. مغولو، په دې جنګ کښې، ماتې خوړلې وه. د دوابې بریا (فتح) د پښتنو د مغولو خلاف دویمه بریا وه. دغه جنګ د کال ۱۰۸۳ په پای کښې شوی و.

افګار = ژوبل، زخمي، مجروح. اورنګزیب عالمګیر، د مغولو خلاف، په جنګونو کښې، د پښتنو پر بریا (فتح) ډېر سخت خواشینی و نو ځکه د پښتنو د وهلو لپاره، له لاهور نه، و حسن ابدال ته، کوچ وکړ او په حسن ابدال تر یوه کال دېره و. هغه، و حسن ابدال ته، ۱۲۷۴، د جولایي په پیل کښې، رارسېدلی و.

اومرایان (اُمرایان) = بادشاهان، حاکمان، جاګیرداران

سره مهران = مهران، د مهر جمع دی. مهر لکه اشرفۍ

کوهسار = غرییزه سیمه. مغولو، په پښتو کښې، د نفاق (بې اتفاقي) اچولو لپاره، و بې ننګه پښتنو ته، رشوتونه ورکولو پیل وکړ او د خزانې خولې یې د پښتونخوا، و غرونو ته، وګرځولې.

دیار = ۱) سیمه، علاقه ۲) هېواد، ملک

مکار = ټګ، ټګمار، درغل

ګاه = کله کله، ځینې مهال، بعضې وخت

کام = ۱) مقصد ۲) رضا ۳) خوله

جاروتل = ۱) پښېمانه کېدل، بېرته ګرځېدل، وعده خلافه کېدل، بې لوزه کېدل، په شا تلل ۲) راګرځېدل، راستنېدل

سیند = اباسین، اباسیند

وبله = یو تر بله، په خپلو کښې، په یو بل

کاندي = کوي

فراغت = وخت لرنه، وزګار، وار

کښت = کاشتکاري، زراعت، کر، کرهڼه، کرنه

عاقبت = پای، اخر، د يوه کار پای، د کار اخر، د هر شي پای.

چار = عمل

زیست = ژوند، عمر

روزګار = د ورځو مجموعه، ژوند، زمانه، ګوزران ,فصل، موسم ,کسب، کارپیشه

عفو = کال ۱۰۸۶

(راټولونه / ټاکنه: ممتاز خان)

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←