اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

محبت اول اسانه

ارواښاد عبدل منان حیرت

.

محبت اول اسانه په نظر راغی

په اخر کښې مې نصيب خون جګر راغی

.

تن زهیر انسان، خجل تر هره سیاله شوم

د عشق کښت چې مې کاوه، دا یې ثمر راغی

.

تصور کښې د شیرینې ناخبره وم

د فرهاد د تیشې واری مې په سر راغی

.

دلنشین مې شو د يار د باڼوګانو خيال

ناببره مې پر زړه وار د خنجر راغی

.

عاشقي یې زه په هسې رنګ پايماله کړم

چې مې ويني هر سړی وايي ابتر راغی

.

جګر خون = سینه سوخته، سينه سوی، ځيګر سوی، ځيګر خون، جګر سوی

زهیر = خپه، خواشینی

خجل = شرمنده

سیاله = مقابله

کښت = کر، کرونده، کرهڼه، فصل

ثمر = حاصل، یېبره، مېوه

واری = ګوزار

دلنشین = په زړه کښې کښېناستونکی، په زړه اثر کوونکی

ناببره = ناڅاپه

پایمال = لټاړ، بځن، چخپیت، څورنګ

ابتر = ۱) اوتر، پرېشان، ګډوډ ۲) ميرات، بې زويه ۳) غريب، خوار ۴) ناقص، خراب، بې خونده، بې کاره

شاعر عبدالمنان حیرت - (ټاکنه او کتنه: ممتازخان)

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←