کلی
ڪلــــي ته اشـــــنا به تـــه راځې کــه نه
ځان ســره څــو ښڪلي راولې کــــه نه
هـــــر وخــت انتیظار دې د راتـــلو کوم
راشه دا وعـــــده پــوره کوې کــه نــه
بس دی کــــېنه زړه کې چاتـــه مه ساته
نــور دې خپل زړګی صفا کوي کــــه نه
دا عادت اوس هم کړي که دې پریښودو
دوه خپلو کې اوس هـم جنګوې که نـــه
شین فصل او شنه بنګړي او دنګ چینار
وایــــه ڪلی سم دریــادوې کــــه نــــه
څو پــــورې بــه داسې بـــد خویونه کړي
زوړ شوې نور دې خپل خوی سموې که نه
واخــله خپلو سترګو کې د سترګو عکس
سترګي به په ســـترګو خـــښوې کـه نــه
ګل غوندې ځــوانان دې رانه واخیــسته
جنګه نور څــادر دې ټــــولوې کــه نــــه
خدای تعلیم په ښځه نر فــرض کړی دی
جــونــو ته دا حــق خپل ورکــوې که نه
تا خـو به ســیاست لکه شـــطرنج کاوه
اوس هم بـــــد چـــالونه لـــوبــــوې که نه
شــــــونډو مې پـــــتري ونیول تا پسي
نور مســـــافري دې ختــــموې کــه نه
زه خو دې له خپل زړه نه ایستی نه شم
ته مې هم په خپل زړه کې ساتې که نه
تا خـو به اوږده شــــــــــعرونه نه لیکل
بس بېداره شــــــــــعر رالنډوې کـه نه
بصیر بیدار ستوری
