ملي غورځنګ
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
ملا تړلي د قام ننګ دی ۔۔۔ هر يو ګام، نوی کړنګ دی
په لمبو کښي ځي منزل ته ۔”حنیف“ د ځنځیر شرنګ دی
خپلواکي د قام چي غواړي
پښتنو ملي غورځنګ دی
زما کلي هدیرې سو۔۔۔ زما کورونه کنډوالې سو
زما ځنګلونه يې ایرې کړو۔زما سترونه یې بې پردې کړو
څڼور يې په قعلو کي ۔۔۔ زما وژلو ته ساتلي
د ځوانانو ککرۍ يې ۔۔۔ په چاڼ، چاڼ دي په ریبلي
انالحق نارې سوې پورته ۔۔۔ یا وطن دی يا ځو ګور ته
ته يې ژغوره، په آٸین کي
د لاهور سره مي جنګ دی
خپلواکي د قام چي غواړي
پښتنو ملي غورځنګ دی
بایزید ته درویزه وو ۔۔۔ د خوشحال بهرام ګنده وو
شاه شجاع يې دربان پاته ۔۔۔ د رنجیت پر دروازه وو
د امان غازي په ضد سو ۔۔۔ بغدادي وو، شور بازار وو
د انګریز سرکار دربار وو ۔۔۔ مست ملا، نواب، سردار وو
تابعدار د قام جاسوس وو۔۔۔ له نیکه، پلار تنخادار وو
د غورځنګ په دښمني کي
پرونی دښمن دوست سوی
هر يو رنګ يې ډېر بدرنګ دی
خپلواکي د قام چي غواړي
پښتنو ملي غورځنګ دی
تا! جګړې راوړې وطن ته۔۔۔ تا! وسلې راوړې وطن ته
زما جنت وطن دي ړنګ کړو ۔۔۔ تا! لمبې راوړې وطن
کنډکپر شاړي دښتونه۔۔۔ پکښي ښخ دي کړل ماینونه
ته جلاد زما د قام يې۔۔۔ تا! مي ړنګ کړلو کورونه
مخور د قام دي سپک کړل۔۔۔ د چا غوڅ دي کړل لاسونه
ستا پتلون خو وو ختلی
اوس دي وار ” توره“ د لنګ دی
خپلواکي د قام چي غواړي
پښتنو ملي غورځنګ دی
جنګ دی راوړی د ډالرو ۔۔۔ د پردیو څڼورو
په توپک دي ووژلو ۔۔۔ زورواکي د ژیرورو
قتل عام دي روا کړی ۔۔۔ هم د برو هم د لرو
هر ځنګل مي تا اره کٸ ۔۔۔ هر الج مي تا قبضه کٸ
دچنګیز یاد دي تازه کٸ ۔۔۔ وطن ټول دي هدیره کٸ
زما د قام ځلمي دي څه کړل۔۔۔ نه يې مړي نه قبرونه
موږ ګاللي دي سختري
زموږ امام منظور ملنګ دی
خپلواکي د قام چي غواړي
پښتنو ملي غورځنګ دی
” زهیر“
