اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

دا کاڼي دا کوڅې

دا چې راوريږي تل زما په سر
دا کاڼي دې رانۀ شي د چا په سر

قتل د تيرو ئې کړو ثابت په ما
بيا ئي مې مقتل ته د رڼا په سر

شکر چې د مينې دې مجرم کړمه
زه خو له سر تير يمه د تا په سر

کرښې په تندي ئې ګونجې ګونجې دي
چا ورته څه وئېلي دي زما په سر

چا چې خپل ضمير غلام د بل کړلو
لويږي به ملګرو خامخا په سر

نه شم شپې ته ورځ وئېلی نه شمه
پرې کۀ مې کړي ژبه څوک رسا په سر

وايه چې څه وائې خپل اختيار دې دی
تاسره به څوک رسوي دا په سر

حسنه بس دی ما پسې راګوره مه
پاتې شو له مانه وطن ستا په سر

غمه ! ارماني يم تا ووړی شمه
خېر دی که درنيږي بوج زما په سر


Da kanni da koczee
Mohammad Islam Armany

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←