اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

بيا په سرو وينو لمبيږي پښتانه

بـــيا په خـــپلو کي جنګيږي پښتـــانه
بيا په سرو وينو لــمـبــيــږي پـښـتـانه

څنګه جنګ دی چه انجام ته نه رسيږي
خدايه څومره به قتليږي پښـتـانـــــــــــه

اور په هر ځائ د نړي دې لګــيـــدلې
خو پکې فقط سوزيږي پــښتــــــانه

نه څوک امن راولي د دوئي تر منځه
نـه پـه خـپـلـو کـي پوهيږي پښـتـانـه

دوستان نه لري بدبخته ازلـــي دي
د دښمن په چال غورزيږي پښتانه

نه ئې پوهه شته نه علم او نه عـقل
خدايه !!کله به سميږي پښـتـانـه

نه ئې ګټه د ايمان شته نه د خــــاورې
هيڅ بې هيڅه خاوري کيږي پښتانه

د نـړئ قـامـونـه وخـتـل اسمـــان تـه
ورځ تر ورځې لاندې کيږي پښتانه

ناپوهي «فيروزه» لويــــــه الــمــيه ده
خـدايـه کـلـه بـه پـوهـيـږي پـښـتـانـه

Bia pa srow weeno lambegy pakhtana
(Feroz Apridi)

دپښتنو قامی سنګر

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←