اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

خوږ نعمت


د دونــیــا د نــعـمـتــونــــو خــــوږ نـعــمــت دی
هـر قــدم لانـدې د مــور پـروت هـم جـنــت دی

حــســن ، مــیــــنــه ، عــقــل واړه مــکــمــل شــی
په رښتـیـا د مــور دوعـا کـې پـروت حکمت دی

د مـــور مـیـنـه پـلـــوشــــې د ژونـــد خـــوری کــړی
پـــلــوشـــــې د مــــور د مــیــنـې لــــوی دولـــت دی

کــه د مــور خــــدمـــت تــــه مـــلا وی چــــا تـــړلـــې
پـــه ژونــــدیـــنــې جــــنـــتـي د دی قــســـمـــت دی

مــور سـه مـیــنـه مـکــمـل د زړه تــصـــویــــر کــړی
بــــغــــاوت د مــــــور د مـــیـــــنـــی هـمــاقــــت دی

پــاکــی میـــنــې پـښتـنــې مـــور غــیـږ تـه راشـه
پښــتــنې مــــور پــه جــولــۍ کــې تــل راحــت دی

پـــه خـــــوږه جـــرګـــه د مــــور مــــړېـــــدل نـــشـتـه
پروت د مــور مـیـنه کـې هـر یــو لـوی صـفـت دی

ســتـرګــې پــټـــې پــه بـــڼـــو زړه خــو دمــه شــی
د مــور خــولـی نــه ، پــه لــولــو کــې کــرامــت دی

دا بـیـداره ځــوی تــــه نـــاســتـه تــر ســـحـــره
شـپـه شــوګـــیـر د مـــور د مـیـــنــی مـحـبـت دی

پـــت ژونــدون او د بـــچـــی ســر لـــوړېــــدل دی
مـور د خــولــی نــه پــه دوعـا کې لـوی عـزت دی

د مــور مــیــنـه خــوشــحــالـتــیـا زړګـــی تــه راوړی
زړه دمـــــه د مــــور د غـــیــږ ې دا بـــــرکــــت دی

ســتـرګـــی مـــه خـــو پـــټـــوی د قـــلـم اوښـکــو
د نسیـم ســتـوري ویـــــنــا کـــــې صـــداقـــــت دی

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←