اى پښتونه
اى پښتونه ته يې خوار او زار په څه
عمر واړه ګرځې نا قرار په څه
جهالت کې دې ټول ژوند وکه تياره کې
ته هيڅ نه شوې له غفلت بيدار په څه
ولې نکوې نظر ابدي ژوند له
تيروې د اسارت روزګار په څه
عالم و خوت دکمال لوړې پوړۍ ته
ته لا پروت يې بيمار انتظار په څه
دې ته عصر عدالت چې خلک وايي
دى بندي عبدالغفار نامدار په څه
ټول جهان دازادۍ په ميوومست شو
پښتانه دي تل په جيل دوچار په څه
ددنيا وچې ميرې ټولې تازه شوې
نن وچيږي د پښتون ګلزار په څه
هند يهود بلکه هر قام خپل ځان ازاد که
اى پښتونه ګرځې ته ناچار په څه
اى سېلابه کامه واله تاته وايم
نن ګيدړ دى د زمرو بادار په څه

Aye Pakhtuna
Shaheed Amanullah Sailab Sapi
