→ شعر، ادب او هنرد نـفـاق رنځ
اوس که خپل جنت وطن کې بې وطن يم
خـو اخـــر ددې وطــن اصـلـي څـښـتـن يم
د نـــــفـاق رنــځ راکـې ګـډ دى ناتـوان يم
کــه يـو ځــل په اتـــفــاق شـم تــوانـمن يم
د نــــفـاق د رنــځ له درده کــه زه روغ شم
بيا مې ګوره چې د خپل وطن واکمن يم
د غاټـول د ګل په بوى کې يم لوى شوى
پـروت د دنګـو دنګـو غـرونو په لمن يم
ســاه مې واخله خـو پښتو رانه وانـخلې
زه پښـتون يم په پښـتو باندې پـتمن يم
که زمـا ســتوري په قـــبـر چــېرې راشې
په پښـــتو راته دوعـا کـړه پرې مـېن يم
Da Nefaq Ranz
Arwahahad Doctor Kabeer Stori