اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

انشاء الله

زما د بابا کور او ورور به خدای که يو صلا شي
د وينو په دې ډنډ کې به يو نوی ګــــل پيدا شي

د تورو غرو لمنو کې خــــــــوږه خوږه مسکا شته
سحر د ستوري ځل کې څه تازه غوندې رڼا شته
د لويـــو بــــابــــاګانو ارمــانـونو کـــې ګــــډا شته
اسمان وايي جنت به دا ويرانه پښتونخـــوا شي

دا وخــت کـــه خــونړی شـي د سرونو مـناره شـي
زما نـــوی غــيرت به ېــې له کومي نه ښکاره شي
تاريــخ به د فــطرت سره زمـــا د کــــور سبـــا شي

که ډير ېې تاو راتاو کړې خو ماتيږي ګورې نـــــــه
تس نس دي خو ننګونه ېې وره کيږي ګورې نــــــــه
چې موږ ورته رښتيا شو نو دا هر څه به رښتيا شي

زما د کور ليتکی د سړيتوب د خونې نــــــور دی
په سر کې ورورولي ده په نظر کې ېې ســرور دی
په نــوې زمـــانه کـــې بـــه يـــو نـــوی سبـــا راشــي


Insha Allah
Ajmal Khatak Baba

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←