غزل
ستا سترګو ته کاتۀ زما وړومبۍ وړومبۍ ګناه وه
په روح کې مې طوفان ؤ د سرور ساه مې بې ساه وه
د زړه نه مې داغونه مه وړۀ سترګو ته دې وايه
چې شونډې مې پرانستې دي ، وړومبۍ ټپه مې داوه
راتوېې مې دې په سترګو کې جامونه کړه د سترګو
ځواني مې شوه تاؤ ستا د ښائست د ګل د تاوه
مودې اوشوې چې اوس هم لا په هغې ټال کې ځانګم
راوړې مې په زړه کې ستا د زړه داسې درزا وه
د زړه ماشوم مې هغسې ماشوم دی لېونی دی
دا څنګه لېونۍ ستا د خوارۀ اوربل هواوه
چې کړس شي په اسمان کې ماته ته ياد شې جانانه
تا داسې په کړس کړس کړې تودۀ تودۀ خندا وه
تړقيږمه ، پړقېږمه ، دړدېږمه اور اخلم
دا اوړم خدايه زۀ د محبت د کوم پړاوه
مونږ يو بل دی وژلی ، مونږه يو بل ژوندی نه که
مونږ کړی د الفت په ابتداء کې انتها ده
په غر او سم ېې ځان دی هر مېئن ته اورولی
ساېله اچولې تا په هر تصوير کې ساه ده
Ghazal
Rahmat Shah Sayal
