اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

د ښاغلي بادشاه الدين مشکور شعرونه

ماچې دزړګي په کورکې ګل نکړې
دامې بې وسي ده چې مې خپل نکړې

ورک دې شي غربت خراب تراب يې کړم
ته مې په ژوندون دلارې مل نکړې

ياد دې دي کنه، چې تا ويلي وو
ما به په دنيا چېرې د بل نکړې

حيال کوه ګلرنگې توان يې نه لرم
اور مې د زړګي په کور کې بل نکړې

اې مشکوره هسې خوږوي ماغزه
ژوند به په شعرونو باندې شل نکړې
-------------------------------------------

جنانه چې بې تا دي، بهارونه بې مانا دي
گلونه بې مانا دي گلشنونه بې مانا دي

چې ستا د سپينو لېچو د بنگړو شرنگ پکې نه وي
په خدايږو دا سازونه سرودونه بې مانا دي

جانانه ستاپه نه شتون کې و ماته، باور وکه
د ناستې د ولاړې مخفلونه بې مانا دي

ترڅنګ چې مې ته نه وې اې زما د سترګو توره
پرې اور پورې کومه، جنتونه بي مانادي

چې تا پکې ونه ستا يمه اې دمشکور مينې!
نو بيا خو مې شعرونه غزلونه بي مانا دي

-------------------------------------------

زړه غواړي د جنان حوږې کيسې
د امېد او د ارمان خوږې کيسې

خپلې مينې سره لرې په صحرا کې
خوند کوي په بيابان خوږې کيسې

په تود دوبي کې د توت د سيوري لاندې
مونږکولې د باران خوږې کيسې

لاس تر زنې درحانۍ وه ورته ناسته
چې کولې آدم خان خوږې کيسې

په رنځور زړه د ملهم غوندې لگيږي
ستا د شونډو د زبان خوږې کيسې

څه په ناز او په انداز يې کوې ښکليه
خدايږو ستا مې کړي حيران خوږې کيسې

ياران چوپه خوله ترې گرد چاپېره کېني
چې شروع کړي مشکور جان خوږې کيسې

--------------------------------------------

زه په تا يم شيدا، يمه ستا پروانه
ته زما دلربا او زه ستا ديوانه

تا پسې مې زړگى شو، زما نه پردى
راته کيږي مدام ليونى ليونى
وير کوي تا پسې روزانه شبانه

دې هجران دې بيلتون رانه جوړکړ مجنون
کېنم ځانته تنها سرمې وي په زنگون
راشه راوړه وصال مکړه نور بهانه

دي ظالم غمازان ځوروي مې جانان
ربه وکړه کرم، زه خو ډېر يم ناتوان
کړه پرې تندر نازل، اسماني غيبانه

ستا له سترگو شم زار را ښکاره که رخسار
ليونى يمه ستاچې ونکړې انکار
شه ځواني د مشکور، ستا د مخ نذرانه

-----------------------------------------

غرڅنۍ

زړه دې رانه وا خېستو په ډېرې اسا نۍ لاړې
ته خو لېونۍ وې زه دې هم کړم ليونى لاړې

سر يمه په غرونو، په دښتونو کې په تا پسې
خداى خبر په کوم خوا زما ښکلې غرڅنۍ لاړې

اور په نيستۍ پورې شه جدا يې کړو په دې دنيا
زه دلته ځورېږم، ته کوې مسافرۍ لاړې

هغه ستا کتل او ستا خوړل په غلچکو سترګو
تل را ته ياديږي زما ياره پيريانۍ لاړې

اې دسپوږمۍ خورې تابه څنګه هيروي مشکور
تا خو په خندا خندا ترې يوړلو زړګى لاړې


Badshah U Din Mashkoor

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←