اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

غزل

دبنګړو په شور کې ساندې زما ناورې
په سلګوپورې مې خــاندې زما ناورې

زه دزړه په غـــــــوږوستــــــــا خبرې اورم
دخپل نوم نه دې په وړاندې زما ناورې

په تازه تازه ګلــــــــونو باندې پښې ږدې
هرځای خپلــه خوښه کاندې زما ناورې

ستـــــا نرۍ نرۍ پستې،ګلابي شونډې
شـــوې زما په وینـــــوتــاندې زماناورې

په ګـــــــودرکې درته مړشـــــــومه دتندې
ته چینې ته ګـــــورې لانـــدې زما ناورې

خپــــل وطن دې تږی پرېښود اباسینــــه
چرته ځې په شــــــــاړوباندې زما ناورې


Ghazal
Professor Abasin Yousafzai

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←