اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

پښتو پښتون او پښتونخوا

راشئ زلميانو چې د نوي ژوند پلان جوړ کړو
په آزادۍ باندې سينګار ډول د ځان جوړ کړو

عالم ته وګورئ څوک والوته آسمان لټوي
څوک په درياب دي ننوتي دُر مرجان لټوي

ځينې لــه غرو نه دي چاپير د زرو کان لټوي
مطلب دى دا چې همه واړه خپل آرمان لټوي

ته به لا پروت يې د غفلت په خوب پر کاله تر څو
هم بې خبرو بې هنر و بې کماله تر څو

زمونږ ژوندون به وي تر کله ناکرار وروڼو
يو به تر کله يو تر بله تل بېزار وروڼو

څو به پردو لــه کړو احتياج د ستنې تار وروڼو
عصر اتوم کې به تر څو ګرځو بېکار وروڼو

لټي سستي کسالت پريږدئ بد مرض دى دا
ماده مبداء جوهر چې نه لري نه عرض دى دا

پښتنو راشئ چې څه غم نن د سبا وکړو
په دغه خپل وروسته کاروان باندې ژړا وکړو

يو څه خو خدايږو غمخوري د پښتونخوا وکړو
صادق طبيب نه د ګوندۍ د رنځ دوا وکړو

دا به مو واړه آبادي وي که وحدت ولرو
پښتو پښتون او پښتونخوا باندې غيرت ولرو

د ځانځانۍ په اور به څو پورې خپل ځان سوځوو
د تربګنۍ په حريق څله خپل جهان سوځوو

مونږ د ګوندۍ په لمبو ولې ټول افغان سوځوو
د بدبينۍ لــه لاسه ولې خوار و خان سوځوو

څنګه مزه لري ژوندون د اتفاق وروڼو
راشئ چې ورک کړو بدبيني نفاق شقاق وروڼو

هلئ راپاڅئ زر کړئ مات د اسارت زنځير
ټوټې ټوټې پرچې پرچې کړئ د غفلت زنځير

ميده ميده ذرې ذرې کړئ د فرقت زنځير
د ورور عزيز سره کړئ ټينګ د قرابت زنځير

توره ټوپک ډول سينګار کړي د زلميانو سره
آزاد ژوندون لري مزه د افغانانو سره

پښتنو وروڼو شئ بيدار خپل ګلستان جوړ کړئ
وايي سيلاب کامه وال هله خپل نشان جوړ کړئ

د پښتونخوا لوړې ژورې خپل جهان جوړ کړئ
که نيکه ګان خوشحالوئ پښتونستان جوړ کړئ

خاونده کله به شي پوه قام د افغان زما
داده ارزو داده هيله دا آرمان زما


Pashtu Pakhton Au Pakhtunkhwa
Arwahaad Sailab Sapi

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←