اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

غزل

ګل شوم اوربلــونوراژوندی کړمــــه
خیال شومه شعرونوراژوندی کړمه

تا چې په سپین مخ زلفې خورې کړلې
زه دې ماښامونو راژوندی کړمه

ستا دمخ رنګونو چې لمبې وکړې
دغې سرو اورونو راژوندی کړمه

ګوره کنه مینه څومره زور لري
زه خپلوغمونو راژوندی کړمه

ماخو حوصله پخوا بایللې وه
بیا دې ارمانونوراژوندی کړمه

ستا دغونډې زنې دلمبو په سر
قط په قط خالونو راژوندی کړمه

زه لایق دوخت ستم وژلی وم
بیا دچا سوالونو راژوندی کړمه


Ghazal
Laiq Zada Laiq

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←