اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

د ښاغلي جابر احمد مخلص يو څو ښکلي شعرونه

سره ګلونه سري سکروټي

لاخوخنديدئ نشى په ځان دى پښـــتانه
دوخت سره شپه ورځ لاس او ګريوان دي پښتانه

ګلونه لاس کښي واخلى شى سكروَټي اوپري خوړين شى
چوَلى خدئ په څنګه امتحان دى پښتانه

بدبخته خوارشي خورى دي ورته مه راځه کاله تا
لعلونه يي دى خولوکي ښاماران دى پښتانه

خيرڅه چل دي که نلرى بنګلي اومحلونه
هميش خپلوجونګړوکي شاهان دى پښتانه

داستره پښـتونخواه يوه باغچه ده دګلونو
پښتوپکي غنچه ده بلبلان دى پښتانه

مخلصه ننګيالى دى خپل ناموس ساتى په نره
ښاغلى دى اوخدئ باندي هم ګران دى پښتانه

---

مسافره ياره

يه دعشق پالګره لږخوودريږه
مکړه زوروره لږخوودريږه

تابه هم ليدلئ وى زماجانان
باده بختوره لږخوودريږه

زم غوندي مي تيرشوترغواږونودا
ياره مسافره لږخوودريږه

لږدي په زړګي کي رخم راوله
څومره شوم اوتره لږخوودريږه

څه درنه آخلم درکوم يوڅه
مه ځه مسافره لږخوودريږه

تامخلصه خپله چي ليکلى ده
وايم داسندره لږخوودريږه

يه دعشق پالګره لږخوودريږه
مکړه زوروره لږخوودريږه

تابه هم ليدلئ وى زماجانان
باده بختوره لږخوودريږه

زم غوندي مي تيرشوترغواږونودا
ياره مسافره لږخوودريږه

لږدي په زړګي کي رخم راوله
څومره شوم اوتره لږخوودريږه

څه درنه آخلم درکوم يوڅه
مه ځه مسافره لږخوودريږه

تامخلصه خپله چي ليکلى ده
وايم داسندره لږخوودريږه

که دستامينه کي مي څوشو ژوندګنډيرجانانه
بياهم پښتون وم او له حلقه مي کړه تيرجانانه

تاکه په هرقدم زما داميدڅلى وران دى
مادي په هرقدم ډيرزيات کړئ خاطرجانانه

دعِشق زمکه به کړم تکه سره په وينودرته
که ستا غمونونه مي زړه کړو رابرسيرجانانه

ډيرزيات نوليږم دايوه نيمه خبره مکړه
هرڅه تا فکرکوه مه ځه تيروبيرجانانه

مخلص خوستاپه فراقت کي له هرڅه وتئ و
اوس مخامخ شه چي دي وګورى ښه ډيرجانانه

---

مغروري اوښـــکي

تل زماپه مخ بهيږى سپيني اوښــــکي
خدايه کله به اوچيږى سپيني اوښکي

يوه ورځ دي پاکي نکړي زمامخ نه
پتاڅنګه ښي لږيږى سپيني اوښکي

جوړ زمادخواروسترګونه شرميږى
هيڅ ليموکي نه داريږى سپيني اوښکي

دهرچاپه مخ بهيږى بي اختياره
ځکه ورورو ارزانيږى سپيني اوښکي

اي مخلص منګله دى ځکه مغروري
ستا شعروکي چي ځايېږى سپيني اوښکي

---

اوده پـښتانه

آتيروښکلوښکلوتاريخونوتالږځيرشه
پښتونه نن داسوو فريادونوته لږځيرشه

دغيرومحلواوپه بنګلوپسي تامړيي
بدبخته خپلوتوروديوالونوته لږځيرشه

دبل درکي سوالونه کړى دخيرپه ټيټو سترګو
راځه خپلو تورسرو خپلو وروڼو ته لږځيرشه

پالنه يي پکارده په سپرلى کي مړاوي کيږى
بلبلوچغي واوره سروګلونوته لږځيرشه

چي څه پکي وېېل غواړم مخلص څه مي مطلب دي
زمادزړګي سوو فريادونوته لږځيرشه

د ښاغلي جابر احمد مخلص يو څو ښکلي شعرونه


Da Jabar Ahmad Mukhlis Yau So Khkuli Sherona
Sra Gulona Srey Skarwatey
Musafera Yaara
Maghrori Wokhkey
Odeh Pakhtana

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←