اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

ډرامه

دا زما د ژونــد قـــيــصه ده څــه رنــګــيـــنــه ډرامـــه ده
هلته کوزه د چوپـړۍ ســره وړه غـــونـــدې چــوتـــره ده

له سهاره تر ماښامـه زمــوږ د ټـــولـــو دا روزګـــار دى
د دادا ســـره تـــســکـــــوره د لالا ســـــــره بــېــلـــچـــه ده

د پــټـــي نــــه تـــــر چــــوپـــــړۍ د بچو مور ته اواز کړم
شابه زر شه سوکړک راوړه وږى شــوى يــم غــرمــه ده

هغه ووايي ســرتــوره دي ســوکــړک ســره څــه وکـــړم
لـــږ راسـورى تـه شـه راشـه اوس يـې يـوه ډډه پـخـه ده

او د سوي چينار خوا کې يو شلــېدلى شانته کټ دى
د شلېدلي کټ ترڅنګه د شړومــبو کـــټــۍ پـــرتـــه ده

شل بچي مې کوربانه د مـــېـــلـــمـــنـــو سـره راتاو دي
ددې ټـــولـــو مــېـــنځ کـــې لـــوى ښـــانـــک اوګـــره ده

ښه جرګه يې پورې والى ده په خوند سره لــګـــيـا دي
وايي خوري ډېره ښه ده چې زمـــوږ خــپــله قـــلــبـــه ده

کنه موږ به په اوګــره، اوګــره روزۍ پـــسې ړانده وى
پاچايي خو خورې ګوره زمـــوږ دغـــسې ســپــېــره ده

له دې مخکې باچايي کې به لا هر شــى پــه يــو لک و
اوس لا بل ډول روپۍ ده چې تـــوبـــه خـــوري توبه ده

ماته شل اوازه کېږي پر مـا شـــل تـــوکـــي راغـــواړي
لويه خدايه څه بـــه کــــېــــږي دا زمــــا بــــرخــــه وړه ده

له سهاره د کور توکـي دا نـــعــرې او ســـورې وکـــړي
مالـــګه راوړه، ګــوړه نشـــتــه د غــوړو تشـــه ډبـــه ده

په پښو يې ږاولې نشته او جــامـــې د ټـــولـــو نـشـــته
د انۍ دوا هم راوړه چـې پـــه دوه ســــتــرګـــو ړنـده ده

وړه خوڅه کوې چې نشته واښه نـشـته سابـه نـــشـــته
د وربــــشـو يـــوه ډوډ ده هــغـــه هـــم نيــــمـــه اومـــه ده

درته نور په ګوته يو يو ويـــلــې نـــشم پـــکـــې ګــــوره
مخامخ درته ځړېـــږي د ټــول کــــور خـــړه شـــيـــشه ده

زه کــــوټـــوال درنــــــه رخــــصــــــت شــــــوم روانــېــــږم
دا يــــو څـــاڅـــکى مــې د ژونـــد لـه سمندره نمونه ده


Drama
Erfanullah Kotwal, Khas Kunar - Afghanistan

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←