سیل
ما لـــيـــــــدلي د فرنګ ښکلي جيــــــــــزونه
چې د لاندې ترې غورځنګ وهي سيندونه
ما لـــيــدلــــي محـلونه د لــنـدن دي
جينکۍ مستې ازادې ګلــبدن دي
مـــا لـــيـــــدلــي د اټــلي ښــايـستـه ښـــارونـه
سره يې انګور، سره يې شراب او سـره ګلونه
ما لـــيـــــــدلي د پيرس ښاپيرۍ ښـــکلي
پــــه کـــردار ګفتار خوږې لـکه بـلـــــــبلې
ما لـــيــــــدلي امريکا کې دي ښــارونـه
چې وريځو ته يې رســـي مکــــــــــانونـه
ما لـيـدلي تاج محل غوټۍ د ګـلو
د ډهــلي ښـکـلي ښـارونه د مـغلو
خو چې ووينم زه خپل د خټـــــــــوکور
رانه هېر شي محلونه ښايستـــــه نور
دا نرۍ تنګې کوڅې زما د کــلي
ورته څه دي د دنيا ښـــارونه نور
Sael
Ghani Khan
