اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

وژنی می خپل ورور


وژنی می خپل ورور په ګولو دا د چا لمسون دی
بی ګناه می جوړ په کاله وار په وار شب خون دی

نـــوم د ازادئ چــی واخـلم بـیـایـی مـی زنــدان تـه
مــال و مـلک ضـبطـیـږی رانـه ،دا پـه قـانـون دی

زه ددی دونـیـا عـدل و انصـاف تـه حـیـرانــــیــــږم
ورک په سپین میدان ولی روا حق د پښتون دی

کله مـسلـمـان پـه مـسلـمـان بـانــدی تـعـدا کـوی
نـن چـی داسی کـیـږی خـو دبـل پـه پیوستون دی

خـدای لـپاره وروڼـو تـمام قـوم سـره تـړون وکړئ
یـو یــو تـالا کیــږو دا سبب مــو د بــیــلــتــون دی

لاړ شه ملنګ جانه پښتونخوا په غرو کی وژاړه
کــار دلس او شل نـدی دا کـار دشـل مـیـلون دی


Wazni mi khpal wror
Mili Sheer Arwakhad Malang Jan

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←