اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

کـه زه نه واى

کـه زه نه واى تا به ځـان لره بلل څوک
په پالنگ به دې داهسې درختـل څوک

واړه عشق دى چې يې سر راته گيـاه کړ
گڼه ! زه په ځان مين د سر ښنـدل څوک

چې پتنگ ته روښنـايي دڅراغ ښکاره شي
نو له څراغـه نه يې غواړي جاروتل څوک

بدرگـه که محبـت راسـره نه واى
يک تنها به په خونخوارو لارو تلـل څوک

د دې ميــو پيالـې ډېرو دي اخيـستې
ولې ما غوندي به نه وي لايعقــل څوک

د زنخ په چــاه دې بند د شونډو مســت وي
روغ هوښيار به په کوهي کې پرېوتــل څوک

ته په خپله راته ووايــي چـې وايــه !
گڼــه ! زه د مينـې راز ښکاره ويـل څوک

ته مې وژنـه د قصاص اندېښنــه مه کړه !
د خپل خون په تور به ونيسم يو بــل څوک

ښه خو دا چې د چا نوم په کې ياديـــــــــږي
په فاني دنيـا به نه وي ژوندي تـل څوک

تا پخپله سپينه خوله خوشحـال ته ورکړه
گڼــه دى، دا هسې شونډې ښکلـول څوک

Ke Ze Na Way
Khushal Khan Khatak Baba

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←