اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

په تا څه سوي دي؟

ورځ يې يوه تر بله سخته په تا څه سوي دي
يه د جانان د کلي بخته په تا څه سوي دي

ته خو اصيله درايي وې موذي څوک درلى
راوکښې چاله هغه رخته په تا څه سوي دي

تاله په جار درښيي ګوره دښمنان د هيواد
د هر شهيد د مزارسنخته په تا څه سوي دي

له ډېره وهمه چې دي خلک سمي لار ته راتلو
سوه درکې هغه جذبه کخته په تا څه سوي دي

بېلتون روان دى زموږ له منځه بس څه وار به کوې
ژړه يې سوه د ژوندون درخته په تا څه سوي دي

دا چې د قام د پرمختګ دپاره څه دي په کار
لږ خو تپوس وکړه له وخته په تا څه سوي دي

چې بې له ميني پر تا ناست سړى بل څه نه مني
د بوريوال د زړګي تخته په تا څه سوي دي

?Pa Ta Se Sewee Dee
Boriwal Kakar

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←