اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

اختريزه تحفه

زمـــادزړۀ لـــه ارواجـــوړخــيـالــي بــابـــرى درلــېـږم
ګرانې تحفه کې بـــــه دهـــيــلــو بــــزغــلـى درلــېــږم

تحفې مې نه خوښيږي سترګې مې څلورشوې پکې
خـــوداخـــتـرپــدې تــحــفــه کــې بـــۀ زړګــى درلــېـږم

زمـوږهـېوادکـې هـرڅه وران دي ،ستادسېل لپاره
هــم بــه ګــودر درولــېــږم هــم بـــه مــنــګــى درلــېږم

غــزل درلــېــږم خــوچــې تــۀ يــې زمــزمـه کړې راته
ورســـره ســم بـــه يـــو وړوکــى دريــاګــى درلـــېــږم

پــام کــوه پـام چـې لـه نظره نشې ،خداى دې نکړي
زه دتــحــفې پـه څـنـګ کـې ځـکـه سپـېـلنى درلېږم

هــرڅـه درلـېږم خــوزمـازړه وربــانـدې نـه صـبـريـږي
اخېربه ځان دشمس په وړانګوکې خوستى درلېږم


Aktareeza Tohfa
Shams Khostai

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←