اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

اختر

اختر نوم د خوشحالۍ دى، وي خوشحاله پکې زړونه
مرور سره پخلا شي يو پر بل واچئ لاسونه

په ميلو دى ښاېسته کړى تل اختر زموږ نيکونو
موږ ته يې دا دود پرېښودى چې وهو پکې ډولونه

اختر ولمانځئ ملګرو کينه وباسئ له زړونو
خاندئ خاندئ خوشحالېږئ جوړ کړئ مست مست اتڼونه

که ژوندي ژوند کول غواړئ نو بېدار شئ حرکت کړئ
حرکت بې برکت نه دى په کې شته دى برکتونه

مړي نه کړي حرکت، ژوندي واړه حرکت کړي
حرکت د ژوندون ساه ده، پکار دي حرکتونه

چې روان وي حرکت کړي، شي خپل ژوند سمبالولى
د بخت ستورى يې روښان وي رڼوي لارې روونه

Aktar
Dr. Kabir Stori

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←