اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

اخــــتر چې کلــه راشې مرور سره پخـــلاشي

اخــــتر چې کلــه راشې مرور سره پخـــلاشي*که هرڅومره خفه وي يو اوبل ته په خـــندا شي
خوماته مې تقــــدير جابر يو بل څـه دي ليکلي*اختر چې رارسېږي جــانان لا رانه په شــــا شي
اخــــــــتره بيړه وکـــــــــــړه
ته چې راځې اخـــــتره راوړه خوشــحالي درســــــره*تقـــــــدېر ځپلوقسمــــتوته نېکمـــرغي درســـــــــره
خزان درواخله بس دى راوړه پســـرلي درســـــــــره *بيا به ئې وگـــــورې چې څه کـــوي زلمي درســـره
ته چې راځې
دلتـــــه سکـــــروټې رااوريـــــږي په گلــــــونوبانـدې*دلتـــــــــه تېرى اوتجاوز دى عزتونوبـــــانــــــــــدې
افغانــــي ننگ دلتـــــه خرڅېږي په لوټونو بانــــــدې*که دې له وســـــه کېږي راوړه خپــــــلواکي درسره
ته چې راځې
دلتـــــــه قـــــدم په قـــدم قبر دى هـــــډونه دي خښ*زما دښــــــکلې پښتونخوا رنگـــين گلــــونه دي خښ
پردي خو نــه دي زما خپـــل سکنـي وروڼه دي خښ*لابــــه تر څو دايتيمان سلگــــــــــــۍ وهي درســــره
ته چې راځې
په کوم هــــنر چا يرغمل کـــړو واک دکــــور نه لـرو*چې تاتره مولـــــــــړزولــــه هغــــه زور نه لــــــــرو
دمکــــــر جال کې ئې اثير کـــړو ځکه شـــور نه لـرو*اخـــتره راولــــــه شير شــا غونــــدې زمري درسره
ته چې راځې
نه ســتا په تگ نه په راتگ خـبرېږو غم پــه مـوږه *دلتــه بلاوې دي راغلې کــــــړي ســـــيتم پـــه مـوږه
ښه ورځ مـــو ونه لــيده شـپه ورځ جهنم پـه مــوږه*درب لپــــــــاره راوړه راوړه ســـــوکالـــي درســــره
ته چې راځې
راشه له سـولې سره يوځاى کړه مـــوزړونه ټکــــور*موږمکارانو ېو لـــوټ کړي په دوکـــــــو اوپـــه زور
ناورين همـدغو دى راوستى زموږ دهــريــوپـه کـور*راوړه ملــــهم زمــــوږه زړو ته همــــــدردي درسره
ته چې راځې
چې ســـوله راولــــې نولا بـــه محبت کــوي ټـــــــول* مشــــــران به واړه په کشــــرانو شفقت کـــوي ټول
غوثې به نه وي يوتـربـل به صميـميت کـــوي ټــــول*له خوشحـالي به پورته غورځي ټــــول کمکي درسره
ته چې راځې
پيغلـې به رنگارنگ جامو کـې لکـــــه گل غـوړېــــږي*گېــــډى گېـــــډى زلفې به بيا لکــه ســــنبل غوړېـږي
داډبــــــرين زړونه به ټــــول لکه کنـــگل غـوړېـــږي*دبـــــرگــــودر چنــــار بـــــه څڼې ښــــوروي درسـره
ته چې راځې
پښتنـــــــــې ميندې به راټولې تا به ښـــه ولمـــــانځي*لاس ته راوړنـــــــې به دپـــــلار اودنيکــــه ولمانځي
خپل شهيـدان وروڼه به کــــور اوپه کاله ولمــــــانځي*لابــــــــه په مينه نازنين بچيـــــــان روزي درســــره
ته چې راځې
ډول اوسورڼى به په کوڅوکې زلـزلې جـوړي کــــــړي*مطرب به ترنگ ورکړي شهبازبه غلبلې جوړي کړي
شاعـــــردمينې به له شعر څخه غونچې جـوړي کــړي*بيا به دهيلـــــــو غوټۍ خپل ځان ســــــپړوي درسره
ته چې راځې
ځکه خوزه درتــــــه په تمـــــــــــه يم څارمـــه يوڅـوک*ســـــــترگې په لار يم خامخا پخـــــــــلا کومه يوڅوک
چې سپېلنى سپېلنى کېږمـــــــــه ژغــــورمــــه يـوځوک*که ئې خــــــداى هسې يوناڅاپـــــــه راولي درســـره
ته چې راځې
اخــــــــتره بيړه وکــــړه راشـــه چې غمــو واخيـســتم*گلـــرنگ له ما خوابــــــدى شوى انـــدېښنو واخيست
هـــــره شــــېبه نينه نينه شـــــــومــه لمبو واخيســــتم*بســـــمل به څومـــــره تړمې تړمې تــويــوي درسره
ته چې راځې


Akhtar Che Kala Rashi Marawar Sara Pa Khula Shee
Mohammad Amin Bismal

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←