اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

د شهزادګۍ ژړا

پښتيانا! چيغې مې واوره
درنه وړي مې، درنه وړي مې
پر سر تاج لرم د زرو
کمربند مې طلايي دى
شل کلنه ښکلې پېغله
لوى کهول مې کوشاني دى
د اندوس په څپو اوړم
روهستان مې ننداره کړي
دا د کوم عصر جادو دى
له ژوندو څخه مې مړه وړي
ها تورزن ارشاک دې څه شو
برېتور دې چېرې لاړه
پکتويسه مغرور ياره
لوى لښکر دې چېرې لاړه

راته ښه په برندو ګوره
زه دې خور يم پښتنه يم
ستا په لاس کې غشى مات دى
چې بربنډه اوس پرته يم
هېڅ د غشي شغ يې نه شته
هغه مست کمانکش څه شو؟
لوى وطن مې بې سرحده
راته وايه ارش څه شو؟
زما تر څنګه يو خنجر دى
د زردشت د دربار نذر
زما د وينو سور پرهر دى

لا لونګ مې وو په غاړه
اوازه مې د واده وه
په بخدي کې ارشاک ناست و
سل منۍ توره تر څنګه
يا په تمه زما ډولۍ ته
يا راغلى و له جنګه

خو ارشاکه! زما ياره!
اوس تابوت مې چېرته لېږې
له دوه نيمو زرو کالو
وم په تمه ستا د غېږې

پښتيانا! چيغې مې واوره
درنه وړي مې، درنه وړي مې
لکه باد چې پاڼه يوسي
يا خو لاس د مرګي راشي
ښکلى يار له چا نه يوسي
اريانا زما همزولې
پکتيکا زما همزولې
اوستا مې سکه خور وه
د دوه نيمو زرو کالو
د خوږو- خوږو خوبونو
څومره تريخ مې دا تعبير شو
خداى خو مه واى ويښه کړې
په نصيب مې بل زنځير شو

پښتيانا! چيغې مې واوره
درنه وړي مې، درنه وړي مې
زه خو ستا د روح تصوير يم
ستا په پټو خزانو کې
ستا خندا يمه، ستا وير يم

زه ستا نښه، ته زما نښه
يو د بل د وجود غړي
ته ژوندۍ يې ورته ګورې
چې ما وړي درڅخه مړي

ستا خوبونه ټول دروغ دي
زما خوبونه ټول پرېشانه
زه دوه نيم زره کلنه
ته پنځوس زره کلنه
دواړه ?هېڅ? يو، دواړه نه يو
ستا وياړونه ټول دروغ دي
او زما هيلې تش خيالونه
نه ارشاک ستا غيرتي دى
نه تورزن شته مړوندونه
زه ستا ښکلې شازادګۍ وم
د قاف غرونه مې ټالونه
ښاپېريانې مې کنيزې
لوى دېوان مې مريي وو
پاچايانو به غوښتلم
اووه مې وروڼه سکني وو

پښتيانا! هغه دې هېر شول
چې ته ځوانه وې، زه پېغله
دارشاک د تورې سيوري
ستا لمن ساتله سپينه
زما د حسن تماشې ته
ښاپېرۍ راتلې له چينه

پر ما ډېر زلمي مين وو
لکه ستوري، زه سپوږمۍ وم
د ارشاک د غشي شغ ته
د بيابان ټپي هوسۍ وم

اوس هغه وختونه نه شته
چې زه ښکلې شازادګۍ وم

په جهان کې وې څو ښکلې
زما همزولې شازادګۍ وې
لکه زه چې پښتيانۍ وم
څه مصرۍ، څه يونانۍ وې
هغه ټولې اوس ويدې دي
هغه ښکلې زما همزولې
هم مصرۍ هم يوناني مې

پښتيانا! چيغې مې واوره
درنه وړي مې، درنه وړي مې
غيرتي ورور مې يو نه شته
چې مې وګټي نن مړى
نه يو اه راپسې ووت
نه مې چا دى ارمان کړى

نو ارشاکه زما ياره
اوس تابوت مې چېرته لېږې
له دوه نيمو زرو کالو
وم په تمه ستا د غېږې

راته ښه په برندو ګوره
يوه پېغله پښتنه يم
ستا په لاس کې غشى مات دى
چې بربنډه اوس پرته يم


de Shahzadgai zara
Abdul Ghafor Lewal

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←