ښــکلااوغرور، دوطن پرهر، څلوريزه
ښــکلااوغرور
بيګه مي خوب کي خپل جانان وليدو
چي په کوڅه کي مخامخ شوسره
چي څنګ په څنګ شوسره
رانه غوصه کي تيرشو
زه خپه نيولئ شومه
ورته وروه ګرځيدم
ورپسي غږمي وکړو
هم خپه نيولئ شويار
راته راويي کتل
اوهم يي دااووئيل
چي وايه خيرخوبه وى؟
څنګ دي غږوکړوپما؟
کومه پوښتنه لري؟
ماويل بښنه غواړم
زه خوپښتنه لرم
که پري نه قهريږي
هغه ويل بيړه کوه
بيازه وخت نلرمه
ماويل همده پوښتنه
چي ته يي باربارله ما
په واړه ژبه ياره اوحرکتونوباندي
ګوره هرځاي کي کوي
هغه همدغه يوه ده
چي ته په هرځاي کي تل
کبرغرورولي کړي؟
هغه مسکئ شوراته
اوهم يي داووئيل
ځانته شاعرهم وايي
اوپه دى نه پوهيږي
ډيره واړه قيصه ده
ډيره ساده قيصه ده
ښـــکلاغرورخوسره
خپلوکي خواووروردى ---
دوطن پرهر
دستاپرهرهم ګورم
په زړه کي دردهم لرم
پرهرګنډلئ هم شم
خو
ستنه تارنلرم
اوزه بي وسه يمه
طبيبان هم پيژانم
اوراوستلئ هم شم
خو
هغه ټول طبيبان
چي يي نظرکي لرم
اوراوستل يي غواړم
دستاپرهردپاره
هغه ظالم طبيبان
هغه دوخت طبيبان
چي ستاپرهروګنډى
هغه به نشى راجوړ
او
نوربه هم ناسورشى
ولي چي داطبيبان
دستاپرهروطنه
په هغه تارستن ګنډى
چي هغه تاراوستنه
دواړه له زهروډک دى. ---
څلوريزه
ستاپه مخامخ چي زه اغيارته يوځل وخاندم
کړمه به حرام درباندي خوب ژوندبه دي تريخ کړمه
يه مخلصه تاخوښاپيرئ ده فن ونه خودي
اوس به زه دخپل حسن ديوان درته راويښ کړمه

Da Jabar Ahmad Mukhlis Yau So Khkuli Sherona
Khkula Au Ghroor
Da Watan Prahar
Saloriza
