محل اوجونګړه، پيغله، اوښکي
محل اوجونګړه
ځم دخداي په مان خيردي پوره مي که آرمان نشو
جوړزمادپاره ستاپه خوله کي جانه جان نشو
داڅنګه انصاف و چي هرچازه ملامت کړمه
ډک دمحبت زړګۍ مي تاباندي تاوان نشو
زه شومه کابل په وينوسورشوم لوټي لوټي شوم
ستازړګۍ همغسي روغ پاتي شولغمان نشو
ماخپل محبت په سرکوڅوکي ګرځوو تاسي
ستامحبت هغسي ګران پاتي شوارزان نشو
ماستاقيصه اومنله ورسته شوم اوغلئ شوم
ستاپه مخ زمادليوانتوب پاتي نشان نشو
جنګ خوپه جونګړه چارچاپيردسيتمونوو
تاپکي محل بچ کړوکمال دي وکړووران نشو
سترګي دي بدلي کړي محفل کي دي چي نه کتل
ومي شويقين زړه کي مي پاتي هيڅ ګمان نشو
خلقوبه وئيل چي مينه ژوند نااوباسى سړئ
داخومخلص لاشولوهوښيارپکي نادان نشو ---
پيغله
يوه سرتوره پيغله
يوه مجبوره پيغله
هرماذيګرژاړيږى
او
هرسحرژاړيږى
په حال يي څوک خبردى
چي دغه ولي ژاړى؟
دابه اخترکي داسي
په چغوچغوژاړى
داخوظاهره ده اوس
چي په زړه ښه چورچورده
مال وجائيدادښه لرى
ژاړه فريادښه لرى
داخترنوم اخيستل
دى تاکنځل دکفر
ښکارى چي تيراخترکي
ترينه خپل يارجدادي ---
اوښکي
ستاپه رخسارکه اوښکي نه بهيږى
زماپه مخ ترګريوانه بهيږى
ستاکاڼى زړه باندي به هيڅ ونکړى
که ستاپه مخ مي ويني وَبهيږى
دستاغمونه مي په سوى زړګى
لکه ميږى داسي مړه مړه بهيږى
دکورپه منځ کي مي سوراورباليږى
تاؤترينه تيل لکه اوبه بهيږى
دسووزړونوآزارمه آخَله
رقيبه مړه به درنه وبهيږى
صرف زمانصيب کي نشته جانه
نوردي خواږه چپه چپه بهيږى
مخلصه لاس راکوه وړى مي درنه
خواکي مي سين دبيلتانه بهيږى

Da Jabar Ahmad Mukhlis Yau So Khkuli Sherona
Mahal Au Jungara
Paighla
Ookhkey
