اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

لــه شـنـه آسـمـانـه بـاران

دا زه څوک يم؟!
مسا پره د څو ورځو؟!!
ستا په کلي کې
بې کوره مېلمنه يم
کوربه نه شومه هېڅکله
تل مدام مېلمنه اوسم
خو زه څوک يم ته پوهېږې؟
زه ډيوه يمه
تودوښه يم
گرمي يم
ځکه ټوله رڼايي يم
ستا بې روحه سړه خونه
بې له ما د مرګ زندان دى
تا لا نه يم پېژندلې
زه نالوستى يو کتاب يم
يو جذبه يمه خاموشه
زه دې نه يمه شمېر کړې
په کتار کې د وګړو
تذکره هويت مې نشته
زه پېيلى يو انسان يم
دا زه وا يم ...؟

بيا نو وايم چې زه څوک يم؟
لاروى د کومې لارې؟
زه کوچۍ يم؟!
نه ؟!
ګومان نه کړم که کوچۍ يم!
خو کډواله خامخا يم
د سر سيوري پسې ګرځم
د ډوډۍ درک مې نشته
څو په خېټه زه مړه شم
ماشومان مې څو ماړه شي
دا کوچيان تر ما ډېر ښه دي
آزادي لري خپلواک دي
خو زه څه يم لا مريي يم
فيصله مې ستا په لاس ده
ستا په ګوتو وهل کېږم
ستا له کوره شړل کېږم
ته وېښته زما شکوى شې
ته زندۍ را اچوى شې
په هر ډول مې رټى شې
تا ته هېڅ ويلى نه شم
خدازده ولې شرمنده يم
راته ووايه جانانه!
زه د خداى که ستا بنده يم؟
زه هم ستا په شان انسان يم!
نه پوهېږم چې دا ولې؟؟؟
نه له کوره بهر تلى شم
نه له نرخه راوتى شم
نه له ښاره بهر تلى شم
نو زه ولې تماشه يم؟
که کوڅه کې قدم ږدمه
په حيرت راته ټول ګوري
پس پسې شي،
ګنګوسې شي،
وايي څوک ده؟!
د چالور او د چا خور ده؟
هغه ځان ته به نر وايي
دا چې ښځه د کوم کور ده
اوف توبه دا نو غيرت دى؟!
چې دې ښځه د چا ووځي له کوره!
ښځه څه ده؟!
يو پېغور ده؟!
يا د کور ده
يا د ګور ده!
داته واي
* * * * * *
چې له تا ځنې دا واورم
پښه نيولى شم اوتره
په زړګي باندې ټپي شم
په بدن ټوله زخمي شم
دا د ژبې ګذارونه
لکه غشى پر ما راشي
بېوسي مې لا سېوا شي
بيا له ربه ګيله راشي
هيلې هيلې ارمانونه
زما ټول تالا والا شي
درېغه درېغه ژړا راشي
بيا په زړه کې وا يم خدايه؟؟!
دې بندګانو ته دې ګوره!
ما په بيه باندې واخلي
بيا مې وساتي پنجرو کې
په څلورو دېوالو کې
زه بېوسه ورته ګورم
دى غوسه کې راته وايي!
وايي ښځه ښځه ښځه ؟!!
ښځه څه ده؟
يا د کور ده
يا د ګور ده؟!
**************
نو زه څوک يم؟
تش لوبغاړى يم د لوبو؟!!
زه يو غږ يم
يو تصوير يم
زه هنر او هنرمنده
خو زما ګوتې پرې شوي
څه پرې نه شم جوړولى
څه پرې نه شمه ليکلى
دا هم زه دا مې ژوندون دى
نو زه څه يم؟
* * * * * *
که مريي يم؟
که بندي يم؟
که پنجرو کې يم ايساره؟!
زه له چانه ګيله وکړم؟
څه بېوسه يمه خدايه!
بس له تا مې ګيله کېږي
توبه تاته وايه کېږي
لږ خو ما ته هم غوږ کېږده
لږ زما زاري هم واوره؟!
له دې ژونده مې توبه ده
بس له تانه مې ګيله ده
څو چې سترګې غړومه
هرې خواته توره شپه ده
خو چې ځان ته مې لږ پام شي
نو زما د ځوانۍ فصل
کډه وړې وي له مانه
زه بېکسه زه بېوسه
لا ايساره د پنجرو يم
******************
بس قوت خپل زړه ته ورکړم
سره ونړوم واړه
د ستم ټول دېوالونه
زولنې کړم ټولې ماتې
او پنجرې دانه دانه کړم
کرکه لرې کړم له ځانه
* * * * * *
اوس پوهېږم چې زه څوک يم!
زه د شين آسمان باران يم
نه توفان يم،
نه سيلۍ يم،
نه ورانى کړم
بس رحمت يم را ورېږم
للمې للمې شاړې ځمکې
زما له فيضه زرغونېږي
درته وايم
چې زه څوک يم!
زه په تا پورې تړلى
يو مقام يم
زه رڼا يم،
زه ښکلا يم
زه د لمر او سپوږمۍ دواړو
يوه زېرمه يو زريعه يم
يو انسان يم
خو بېوسه مې مه بوله
ځکه زه!!!
زه مر يم، د عيسى مور يم
هاجره د اسماعيل
او آمنه د محمد(ص) مور
خديجه يم،
عايشه صد يقه يم
را بعه يم،
زرغونه يم
زينبه او ملالۍ د غورځنګونو
زه ناهيده د رزمونو
زه د سولې ښکلى غږ يم
ها موجوده يم د ځمکې
چې وياړونه زېږومه
ستا شمله او پت ساتمه
ټوله نور ټوله رڼا يم
او زه ستا د ژوند ملګرى....
زه رحمت يمه
د خداى له لور راغلى
هر ګړۍ کې ستا د عمر
لکه سيورى درسره يم
که د کور يم
که د ګور يم
زه ستا خور يم
زه ستا موريم

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←