د لایق زاده لایق شعرونه
"اعتراف"
چې زما په قلم راشى لويه خدايه
دا شعرونه دا لفظونه واړه ستا دى
چې مې خيال پرې له اوله سندريز دی
دا رنګونه ښائيستونه واړه ستا دى. جل جلا له.
"نـُور"
دا چې زه دومره غاور يم دا چې دومره بې پروا يم
ما د ژوند په خور کتاب کښې پدې نوم کتلی فال دی
زه به څه يم څه به نه يم دا زما ليکل به څه وى
څه چې وايم څه چې ليکم دا د چا د نُور کمال دی. صلو عليه واله.
"بــاور"
زما ربه دا منم چې ګناه ګار يم
خو رحيم يې ستا په رحم مې باور دی
زه د هاغه نازولى امتى يم
چې له هر چا "معتبروو" معتبر دی.
صلو عليه واله
"راز"
خوشنودى که د خالق درته پکار وى
د مخلوق د خوشنودئ هنر ايزده که
"لامکان" به دې پخپله پښو ته راشى
ته يو ځل د "عاجزۍ" هنر ايزده که.
"ذات"
هر يو راز به د ژوندون درته ښکاره شى
که يو ځلې د "خپل ذات" په راز خبر شې
د عظمت فلسفه دومره ګرانه نه ده
ځان کړه خاورې نو پخپله به "ګوهر" شې.
"سردار"
سردارى د شمَلو کله ده محتاجه
سر چې ښکته شى سجدې ته نو "سردار" شى
څه مزه په محبت کښې پاتې نه شى
"لېونتوب" چې د نازونو منت بار شى.
"نکته"
د وحدت نکتې ته کله رسېدی شى
فلسفې که د سقراط که افلاطون دى
په نظر د قناعت کښې واړه هېڅ دى
خزانې که د شيداد که د قارون دى.
"محبت"
عاجزى او خاکسارى په هره ساه کښې
سړيتوب دآ هم معراج د شرافت دی
نور کارونه د دنيا واړه عبث دى
غوره کار تر همه واړو "محبت" دی.
"دار"
چې ټپه ستا د ښائيست مې کړله پورته
"لېونتوب" راته اّواز اوکړو چې "دا يم"
چې د مينې بې صبرى راباندې زور شوه
ما د دار په سر هم چغې کړې چې "ستا يم"
"عمر"
په ځوانۍ کښې له هر غمه بې پروا وم
خبر نه ومه چې ژوند څنګه تېرېږى
چې ويښتو کښې زما سپين په لګېدو شو
نو شوم پوهه چې "له سيره څو پخېږى".
شعر:
دا منم چې تُك بندى به وى اسانه
خو د ښه شعر ليکل څه اسان نه دى
شاعرى خوله زړه وينې تويه ول دى
له زړه وينې تويه ول څه اسان نه دى.
"کتاب"
زه چې کتاب پسې کتاب ليکم
حال د زړګى خانه خراب ليکم
د لېونتوب د هرې ساه په نامه
يو بې عنوانه اضطراب ليکم.
"اعتراف"
"نـُور"
"بــاور"
"راز"
"ذات"
"سردار"
"نکته"
"محبت"
"دار"
"عمر"
شعر:
"کتاب"
Layaq Zada Layaq
