د لایق زاده لایق په زړه پوری نعتونه
نوم چې د اّقا(ص) ليکم
ذکر د مولا ليکم
ټول اثر د مينې دی
دا ليکم که دا ليکم
زړه ته چې سکون بښى
زه هاغه وينا ليکم
ژوند له رنړا غواړمه
بيا بيا والضحى ليکم
زه هغه مئين يمه
درد ليکم دوا ليکم.
"صلوا عليه واله"
**************
چې تفسير د الالله ئې
په رښتيا چې په رښتيا ئې
خلاصه د کائيناتو
ابتدا ئې انتها ئې
ته ياسين ئې مزمل ئې
والضحى ئې والضحى ئې
د خليلع د سترګو توره
د اّدمع د زړه دعا ئې
رحمتونه دې بسيار دى
د هر چا ئې د هر چا ئې
د مئين د زړګى راز ئې
د رنځور د رنځ شفا ئې
ثانى نه لرې ممتاز ئې
ته په هر څه کښې يکتا ئې
ئې لايق د كُل صفاتو
محمد رسول الله ئې.
"صلوا عليه واله"
*************
چې هم نُور دی هم بشر دی
زمونږ هاغه پېغمبرص دی
فرشتې دى که نبيان دى
تر همه وْ معتبر دی
سراسر د رحمتونو
بې پايانه سمندر دی
په هر راز د کائيناتو
له ازله باخبر دی
چې جلوې پکې غونډېږى
د فطرت هاغه نظر دی
ثانى نه لرى په دې چې
نازولی د اکبر دی
محبت ئې پېرزو کړی
همېشه په سمه غر دی
چې ئې کړآ په هر لورى
د وفا د تخم کر دی
چې دې شمار ئې په امت کښې
لايق څومره بختور دی.
"صلوا عليه واله"
**************
معتبره مدينه ده
چې د مينې سرچينه ده
نبوت د نبىص څه دی
د انوارو نګينه ده
هره لار د اطاعت ده
تهجد که شبينه ده
منزلونه پکښې ښکارى
"درود" داسې ائينه ده
ستا هره يوه خودنه
کاميابي و ته زينه ده
ستا له مخه معتبری
که زينب که سکينه ده
ستا د ژوند هره خبره
د رموزو خذينه ده
چې ستا مينه پکښې ځائی شوه
مُنوره مې سينه ده.
"صلوا عليه واله"
***************
"شعر"
هاغه خلق خپل منزل ته رسېدلى
چـــا نيولې چـــې لــمن د مجتبى ده.
"صلوا عليه واله"
ستا د ژوند همه وختونه
ټول د ميني پېغامونه
په دې لاره کښې موندی شى
منزلونه مرادونه
احاديث دې پېغمبرهص
دى روښانه مشالونه
ستا سنت زمونږ دپاره
د ټول عُمر سندونه
ستا صفت کول حبيبهص
د زخمى زړه ټکورونه
څوک چې ستا لاره کړى خپله
هغه نه لرى غمونه
کردګار دې خپله کړى
په څو وارې صفتونه
ستا له مخه رب پيدا کړه
همه واړه جهانونه
دغه ستا د نوم اعجاز دی
چې ليکلی شم شعرونه
زه لايق دې امتى يم
ستا په مينه کړم نازونه.
"صلوا عليه واله"
چې د حسن د جلوو ماه تمام دی
هاغه نُور د محمدص خيرالانام دی
حقيقت د کائناتو نور څه نه دی
سړيتوب ته د اقاص په نوم انعام دی
مونږ د هاغه نازولى امتيان يو
محبت ئې چې شيندلی ګام په ګام دی
چا چې کړی اعتراف د نبوت دی
جنتى دآ د دوزخ اور پرې حرام دی
د عظمت ګواه ئې واړه فرشتې دى
د رحمت سيورآ ئې خور په خاص و عام دی
چې خالق ورباندې خپله دُرود وائي
په زر ځله پرې زما دُرود سلام دی
چې ستائيلی په بيا بيا غنى مولا دی
ثانى نه لرى لايق د احترام دی.
*************************
"شعر"
حــقيقت کښې شهنشاه د زمــانې دى
هاغه څوک چې د اّقاص د در غلام شى.
"صلوا عليه واله"
******************
محبت دې د بښنې ضمانت دی
ستا تعريف ليکل پخپله عبادت دی
هاغه خلق تر ابده رسوا شوى
چا چې کړی ستا له دره بغاوت دی
هر قدم دې د ژوندون په لويه لاره
شرافت دی، امانت دی، صداقت دی
چې خالق درباندې خپله دُرود وائي
ستا مقام د تصور نه ډېر اوچت دی
چې مې کله مايوسى زړه ته راغلې
ستا نامې راته بښلی حرارت دی
چې رحمت "د عالمينو" کردګار کړی
دا ثبوت دې د لوئى دی د عظمت دی
مجموعه د كُل صفاتو ئې رسولهص
ستا له مخه په ژوندون کښې حلاوت دی
لايق ځکه بې پروا بې غمه ګرځى
چې باور ئې ستا په مينه محبت دی.
"صلوا عليه واله"
**********************
"پيروى"
اطاعت دې عبادت دی
محبت دې سيادت دی
ته نبى اخر زمان ئې
پيروى دې رياضت دی.
**************
چې په زمکه د ژوندون شوی اغاز دی
په رب ګرانه دغه ستا د نوم اعجاز دیی
د وحدت او د کثرت فلسفې څه دى
يوه مينه ده بدل بدل انداز دی
د فطرت په مخ چې څومره نغمګى ده
دغه ستا د صفتونو امتياز دی
نور څه نه دى ستا د مينې ګواهى ده
که سجده ده که رکوع ده که نياز دی
زه د نورو وسيلو کله پروا کړم
چې مې ستا په رحمتونو باندې ناز دی
چا چې ستا لمن نيولې ده په نره
هغه ټول عمر کامياب او سرفراز دی
د حدونو سر ئې کله معلومېږى
د رحمت سيوری دې هسې رنګ دراز دی
چې دا ستا په شفاعت ئې عقيده ده
لايق ځکه له هر غمه بې نياز دی.
**********************
"پېژندنه"
چې څوک مفهوم د الا الله پېژنى
هغه عظمت د مصطفی(ص) پېژنى
په چا چې شوآ وى کرم د نبىص
دنيا هغه هغه دنيا پېژنى.
***************
چې لاهو دا ستا د عشق په سمندر شو
حبشى غلام له هر چا معتبر شو
فرښتو ئې د عظمت ګواهى وکړه
چې صديقرض ستا د لمنې منجور شو
صرف عمررض ابن خطاب وو نور څه نه وو
خو چې ستا شو نو عادل د بحر و بر شو
چې سينه ئې د "عرفان" په نور رنړا شوه
نو غنى عثمانرض د خپل وخت قلندر شو
د الحاد هره ماڼۍ په نړېدو شوه
چې على رض د "سربازانو" سرلښکر شو
************
دغه واړه ستا د مينې "معجزې" دى
سړيتوب چې د ژوندون په راز خبر شو
زه لايق به له هر غمه بې پروا شم
درېغه درېغه که دې ما و ته نظر شو.
"صلوا عليه واله"
*************
"شعر"
فرشتې چې پرې درود او سلام وائي
هـــاغه نوم د محمد خيرالانام دی.
"صلوا عليه واله"
******************
معجزه دا ستا د مينې عجيبه ده
چې د زړه په کور دننه مې کعبه ده
زه د هاغه "طور" په سر باندې ولاړ يم
چې حيرانه ئې جلووْ وته جلوه ده
چې خالق او فرشتو تمامه نکړه
ستا د "حسن تذکره" څومره اوږده ده
له دې دره بې نوا څوک تلى نه دى
دا خبره د مودو نه ازموده ده
ګناه ګار يم دا منم خو پروا نشته
ستا په رحم زما کلکه عقيده ده
د بلال(رض) غوندی سينه به ورته ډال کړم
که هر څود مئينتوب شګه توده ده
واړه ستا په صبر شکر ګواهي کړى
که طائف دی، که مکه ده، که حبشه ده
چې مې روح پرې اطمينان مومى لايقه
زمزمه د والضحى څومره خوږه ده.
"صلوا عليه واله"
***************
"شعر"
بادشاهى د زمانې که ليدل غواړې
راشــه راشــه د اّقاص د در غلام شه.
"صلوا عليه واله"
******************
چې رحمت ئې بې پايان دی مجتبى دی
چې په هر چا مهربان دی مجتبى دی
د وحدت او د کثرت په کنايو کښې
چې قدم قدم عيان دی مجتبى دی
عقل فکر ئې ادراک کولی نه شى
چې قارى دآ هم قران دی مجتبى دی
د باطل او د حق لارې ئې جدا کړې
چې تحريک د هر دوران دی مجتبى دی
"فقيرى" ئې د کونينو بادشاهى ده
چې د هر دور سلطان دآ مجتبى دی
چې دنيا ئې اعتراف د عظمت کړی
چې همه احسان احسان دی مجتبى دی
زه لايق ئې له ازله ثنا خوان يم
چې زما دين و ايمان دی مجتبى دی.
**********************
"شعر"
چې اسره دې په دنيا کښې بله نه وى
د اّقـــاص لــــمن ته راشه چې بادشاه شې.
"صلوا عليه واله"
***************
چې جلوه پرې ستا د حُسن راخوره شوه
د فطرت هره زره د نُور زره شوه
ستا په عشق کښې چې د زړه د تل نه راغله
هره اوښکه چې "ګل ګل" شوه نو هيره شوه
په کل واړه انبياوْ کښې سرداره
ستا نامه د عظمتونو مناره شوه
چې مې ستا لمن په ګوتو باندې راغله
هره طمع د بښنې مې کره شوه
بيا هم ستا په مينه مسته لېونۍ وه
که سينه د سُميې(1) اره اره شوه
(1) حضرت سُميه(رض) د اسلام ړومبۍ شهيده
اوس به څه د نورو خلقو پروادار يم
چې دا ستا سپېځلې مينه راسره شوه
هر ارمان هره غوښتنه مې لايقه
په درود او په سلام باندې پوره شوه.
"صلوا عليه واله"
******************
"شعر"
د دنيا په مخ چې څومره سرداران دى
مــــحمدص د همــــه واړو ســربــــالا دی.
"صلوا عليه واله"
***********************
نشته نشته ستا د حسن ثانى بل څوک
چې ته نه وئآ په ژوند کله پوهېدل څوک
له ازله په ويړ مخ د کائيناتو
پيدا نه دى ستا له نُور ځنې اول څوک
فرښتې که انبيا که اوليا دى
کېدآ نشى چرې ستا نعم البدل څوک
"معراج" څه دآ ستا د مينې اعتراف دی
ګنې ځان ته خالق کله رابلل څوک
ستا د نوم په طفيل خپل منزل ته رسى
غم دې نکړى که ډېر ستړآ کړى مزل څوک
سړيتوب به يې د مينې شهنشاه کړى
"معرفت" چې له افضلو کړى افضل څوک
زه لايق ستا د رحمت سيورى ته ناست يم
بې لتا نه زما چرته دى نور خپل څوک.
"صلوا عليه واله"
"شعر"
د دنيــــا تخــــــليق ئې شــــوی دی لــه مخه
که بشر دی خو هم نور دی په معنى کښې.
"صلوا عليه واله"
ستا په طفيل د بندګۍ منزل ته اورسگيدم
ايله رښتيا د زندګۍ منزل ته اورسېدم
ستا نه بغير زما په ذهن مايوسه خوره وه
چې ته مې ياد کړې د خوښۍ منزل ته اورسېدم
چې امتيانو کښې دې شمار شومه نو پوهه شومه
په زړه دمه د خوشحالۍ منزل ته اورسېدم
چې ستا لمن مې کلکه ونيوه په ډېره مينه
په يو قدم زه د سيالۍ منزل ته اورسېدم
چې مې درود درباندې ووئې تر سحره پورې
شپه راته ورځ شوه په راستۍ منزل ته اورسېدم
که ډېر غريب ومه بې وسه ووم ناچاره وومه
ستا په شفقت د اميرۍ مقام ته اورسېدم
زه لايق کله ووم خبر چې محبت څنګه وى
ستا په صفت د شاعرۍ منزل ته اورسېدم.
"صلوا عليه واله"
"شعر"
چې دا ستا د مينې درد لرى سينه کښې
کـه خاکروب دآ خو بادشاه د زمانې دی.
"صلوا عليه واله"
چې تفسير د والضحى او د ياسين دی
ښکاره نوم د اعتماد او د يقين دی
نور ګلونه ورته ځکه په سجده دى
چې اقا مې له اوله ګل ورين دی
په عظمت ئې ګواه واړه کائنات دى
مدثر دی مزمل دآ هم ياسين دی
نړيوال ئې معترف د صداقت دى
مبشر دی په رښتيا باندې امين دی
په هر لور ئې خوشبوى خوره وره ده
معتر دی معمبر دی عنبرين دی
پيروى ئې پيروى د کردګار ده
که بشر دی خوله هر چا بهترين دی
چې تکميل د رحمتونو دی لايقه
اولين دی خو تر ټولو اخرين دی.
"صلوا عليه واله"
"شعر"
څوک چې لار د نبىص خپله کړى په مينه
د ژونــــدون د هــــر يـو راز نه خبردار شى.
"صلوا عليه واله"
جلوې مې د اقاص دى هم رنړا مې د اقا ص ده
خوره په کائيناتو کښې ځلا مې د اقا ص ده
بې وسه يم ناچاره خو په دې باندې غاور يم
په تن کښې غړېدونکې هره ساه مې د اقاص ده
غوښتلی ئې د خپل امت دپاره په سلګو کښې
عظيمه ځکه دومره التجا مې د اقاص ده
تخليق د کائيناتو چې ئي شوی له عظمته
د نُور په لويه غېږه کښې ښکلا مې د اقاص ده
لايقه بختور يمه په خپل نصيب نازېږم
په شونډو راخوره چې تل ثنا مې د اقاص ده
"صلوا عليه واله"
چگې پيغام ئې مکمل وو مکمل دی
هغه نُور دی له انوارو نه افضل دی
د حالاتو په تورتم او تنهايۍ کښې
د هر چا دی د هر چا د لارې مل دی
کائينات ئې چې له مخه پيدا شوى
يو چراغ دی له ازله راسې بل دآ
په وجود کښې اخرين تر هر نبى دی
په معنى کښې د اولو نه اول دی
که هر څومره فرښتی که انبياء دى
د اّقا(ص) مقام له هر چا نه بدل دی
چې څه ليکم واړه ستا د نوم اعجاز دی
که حمدونه که نعتونه که غزل دی
ثنا خوان به ئې لايقه ولې نه يم
چې تفسير د الا الله او لم يزل دی.
"صلوا عليه واله"
"ناز"
چې ستا مينه لرم زړه کښې
له هر غمه بې پروا يم
په محشر کښې به کړم چغې
امتى د مصطفآ يم.
يو پټ راز د کائيناتو د فطرت په زنه خال دی
د کثرت په کنايو کښې دوئم نوم د لايزال دی
چې د وخت د سردارنو د غرور بتان ئې مات کړل
د اقاص په سادګۍ کښې څومره رعب څومره جلال دی
دا چې زه دومره غاور يم دا چې دومره بې پروا يم
ما د ژوند په خور کتاب کښې په دې نوم کتلی فال دی
زه به څه يم څه به نه يم دا زما ليکل به څه وى
دا د چا د مخ اثر دی دا د چا د نُور کمال دی
ټول رنګونه ئې ليدلى د خپل ذات په اّئينه کښې
چې نظر کښې "نظر" شوی د چا حسن او جمال دی
دا اعجاز د محبت دی که دفکر صداقت دی
چې مې فکر مطمئن دی که هر څو مې زړه ملال دی
چې مې روح پرې دلاسه شى چې قرار مې هر ارمان کړى
معتبر له هره خياله د اقاص د عظمت خيال دی
چې تفسير د الا الله دی هم تعبير د والضحى دی
چې لايق د كُل ثنا دی هم تکبير دی هم بلال(رض) دی.
"صلوا عليه واله"
"لوئي"
انبياء که فرښتې دى
له همه و معتبر دی
دا اعجاز مې د اقا دی
چې هم نُور دی، هم بشر دی.
چا چې کړې د اّقا(ص) تابعدارى ده
هغوى کړې حقيقت کښې سردارى ده
چې عظمت ئې عظمتونو دی منلی
سرچينه د رحمتونو ده جارى ده
چې ستائيلی کردګار دی په څو واره
دا ئې څومره بې مثاله دلدارى ده
چې درود په نبى ص ووايم دمه شم
که په زړه کښې مې هر څو بې قرارى ده
چې اسرى د محمدص لرى محشر کښې
د عاصيانو امتيانو څه خوارى ده
د نبىص په اطاعت له بيخه درومى
که په هر ذهن کښې هره بيمارى ده
دغه واړه ستا نظر دی ستا کرم دی
چې لايق د الفت کړې شاعرى ده.
"صلوا عليه واله"
"دمه"
ستا په ياد مې نيمو شپو کښې
ناقراره زړه دمه شى
د سکون ساه مې نصيب شى
بې اختياره زړه دمه شى.
چې شفيع مو په محشر شته نو څه غم څه پرېشانى ده
چې اقا د بحر و بر شته نو څه غم څه پرېشانى دى
د حالاتو په تنور کښې سره لمبه مجبوره اوښکو
چې د "مينې سمندر" شته نو څه غم څه پرېشانى ده
د ګناه په خړ سيلاب کښې لاهو شووْ ناپوهانو
چې هادى حبين قمر شته نو څه غم څه پرېشانى ده
که همه رحمت رحمت دی خو مئين په خپل امت دی
په مونږ ټولو ئې نظر شته نو څه غم څه پرېشانى ده
ائی د وخت په ورکو لارو په سرګردانه بې کسانو
پروا ونکړئ رهبر شته نو څه غم څه پرېشانى ده
هر سلګۍ سلګۍ ارمان مې غلی غلی راته وائي
چې احمد نبى سرورص شته نو څه غم څه پريشانى ده
اوښکې وچې کړه لايقه مايوسى لويه ګناه ده
چې خبير وَته خبر شته نو څه غم څه پرېشانى ده.
"صلوا عليه واله"
"ډاډ"
ستا په مينه مې يقين دی
ستا په مينه مې باور دی
ځکه روح مې په سکون دی
زما فکر منور دی.
اطاعت ئې چې هم دين دیی هم ايمان دی
پاک نبىص د عظمتونو ترجمان دی
د ازل نه تر ابده په هر لورى
يو سيلاب د رحمتونو دی روان دی
چې دنيا ئې رب پيدا کړله دمخه
په تورتم د مايوسې کښې چراغان دی
چې د مينې محبت ابدى روح دی
ثانى نه لرى په هر چا مهربان دی
هاغه نوم د محمد رسول الله ص دی
چې يو نُور دآ تر ابده جاودان دی
چې په كُل واړه صفاتو کښې يکتا دی
د خالق د تخليقاتو قدردان دی
د امت په غم غمجن چې همېشه دی
له ازله نازولی د يزدان دی
ځکه هر وخت له غمونو بې پروا دی
لايق ستا د صفتونو ثناخوان دی.
"صلوا عليه واله"
"مقام"
چا چې ستا لار خپله کړې
خپل مقام ته رسېدلی
بې منزله نه دی پاتې
تل مرام ته رسگيدلی.
پوره مې شوې ائ ربه مدعا د مدينې
حاضر شوې په دربار کښې د اّقا د مدينې
ما ښه په چغو چغو ئې په څنګ کښې اوژړلی
کړی ښکل په دواړو سترګو مې هر ګاه د مدينې
درود او سلامونه مې وئيلی په سلګو کښې
کتلی په حيرت راته هر چا د مدينې
د خپلو ګناهونو اعتراف به ولې نکړم
شفيع چې په محشر شته مجتبى د مدينې
ارمان کوم ارمان دی که ارمان زما پوره شى
چې اُوبلى مې ځان ته شهنشاه د مدينې
دا عمر مختصر دی دريغه دريغه که تمام شى
په خوا کښې د نبى خيرالورى د مدينې
لايقه هاغه خلق بې پروا دى له هر غمه
لرى چې په زړګى کښې التجا د مدينې.
"صلوا عليه واله"
"عبادت"
ستا تعريف کول مختاره
له ازله عبادت دی
ستا عظمت له فرښتو نه
بره بره دی اوچت دی.
ستا د حُسن ثناخوان ارض و سما دى
عظمتونه دې عظيمه په رښتيا دى
ښائستونه د فطرت د ورشوګانو
ستا د نور د تجلو ځنې پيدا دى
مونږه واړه پېژندلى ستا له مخه
تذکرې که د دنيا که د عقبى دى
انس و جن هم فرشتې له ابتدا نه
پتا وائي درودونه ټول لګيا دى
ستا مقام له همه واړو نه اوچت دی
چې راغلى څومره څومره انبياء دى
زه چې هرڅنګه ليکل کووم حبيبه ص
دغه هر څه رابښلى ستا ثنا دى
زه منکر له ګناه نه يم خو غاور يم
دلاسآ چې تل راکړآ مينې ستا دى
څه تعريف به يې ته وليکې لايقه
ستا له خياله دا رنګونه ډېر بالا دى.
"صلوا عليه واله"
"شفيع"
بې پروا يم له محشره
چې شفيع زما اقا دی
علامت د بندګۍ دی
ښه ده ښه ده چې "زما" دی.
لامکان ته چې بللی الاالله دی
دا اعزاز د محمد رسول الله دی
نازولی له ازله پيدا شوی
په نبيانو کښې له هر چانه بالا دی
د حدونو د ګمان نه لرې لرې
د رحمت سيوری ئې خور په هر خوا دی
که يکتا دی په جلال او دبدبه کښې
خاکسارۍ کښې هم له هر چانه سېوا دی
چې پيدا ئې جهانونه شول له مخه
محمدص د عظمتونو شهنشاه دی
عارفان ئې نُور پخپلو سترګو وينى
په هر څه کښې په هرڅه کښې هويدا دی
يادول ئې بندګى د کردګار ده
پاک نبى د زخمى زړونو مسيحا دی
حسرتونه مې ترې ټول زار شه لايقه
چې سکون مې د زړګى د هرې ساه دی.
"صلوا عليه واله"
"خوب"
دا ارمان لرم سينه کښې
که نصيب مې شفاعت شى
مئينتوب مې "مئينتوب" شى
محبت مې محبت شى.
چې زهير خفه زړګی کله زما شى
ستا نامه مې بې اختياره خولې ته راشى
څوک چې ستا دربار ته راشى په سلګو کښې
که ګدا وى د ټول عمر شهنشاه شى
اطاعت دې عبادت او بندګى ده
ستا د نوم سره تکميل د "الالله" شى
چې دې وينى څوک د ذات په اّئينه کښې
ائينه ئې د زړګى ټوله صفا شى
نړى وال دې معترف د صداقت دى
تذکرې دې د عظمت په هره خوا شى
ما دا ستا لمن نيولې ده حبيبه ص
درېغه درېغه که مولا رانه رضا شى
مجموعه د كُل صفاتو دی لايقه
مزمل کله ياسين شى والضحى شى.
"صلوا عليه واله"
"نصيب"
چې په چا د رب نظر شى
د هر چا نه معتبر شى
چې غلام د مصطفی(ص) شى
نازولآ د اکبرج شى.
څوک چې ستا د صفتونو ثناخوان شى
هله پوهه په رازونو د عرفان شى
ستا د ذکر نه بغېر نيمګړي ښکارى
تذکرې که د مکان او لامکان شى
خامخا به تر منزله پورې رسى
څوک چې ستا د محبت په لار روان شى
چې دا ستا د نُور ځلا پرې راخوره شى
هاغه عمر تر ابده جاودان شى
دغه ستا د لوئي څومره لوئی اعجاز دی
چې خاکروب دې د روضې شى نو سلطان شى
د خپل ذات منزل ته هله اورسېږى
څوک چې ورک په وسعتونو کښې د ځان شى
چې په صدق باندې ستا لمن ته راشى
هاغه څوک به له افاتو په امان شى
چې څوک لار د نبىص خپله کړى لايقه
نو بيا هله معتبر شى "مسلمان" شى.
"صلوا عليه واله"
"خواهش"
زما بله اسرى نشته
ځکه سترګې مې نيولى
ستا د مينې پلوشو ته
مرادونه مې سينه کښې
غلی غلی زمزمې کړى
درېغه درېغه که پوره شى
مدينه مې "مدينه" شى.
پيدا ده ستا له مخه ابتدا د زندګۍ
نيمګړې بې لتا ده هره ساه د زندګۍ
جلوې چې ستا د نُور په کائيناتو راخورې شوې
ښکلا هله ښکلا شوله ښکلا د زندګۍ
چې لاره کړى څوک خپله ستا د پاکې سوچه مينې
رسېږى به منزل ته خامخا د زندګۍ
په ډېره عاجزۍ مې ستا نامه ده ياده کړې
غوښتلې چې مې کله ده دُعا د زندګۍ
ای کاش چې ستا رضا او ستا لقا زما نصيب شى
مقصد به له دې څه وى بل زما د زندګۍ
نه زمکه نه اسمان نه به دا واړه کائينات وو
پيدا شوه ستا له نُوره هره ساه د زندګۍ
لايقه شفاعت که مې د خپل اقاص نصيب شى
حاصله به زما شى مُدعا د زندګۍ.
"صلوا عليه واله"
"شعر"
که سيرت د محمدص پېژندل غواړې
قراّن لوله ټول سيرت د مصطفی دی.
ته شفيع ئې د عاصيانو، ما ده ستا لمن نيولې
رهنما د ګمراهانو، ما ده ستا لمن نيولې.
ستا عظمت ته کله رسى، د وختونو عظمتونه
ئې بادشاه د بادشاهانو، ما ده ستا لمن نيولې
ما د تورو تورو شپو نه، د ژوندون صبا ته بوځه
ئې رهبر د رهبرانو، ما ده ستا لمن نيولې
چې د چا ورکې اسرې شى، نو بيا ستا لورى ته ګورى
ته ئې ډاډ د مظلومانو، ما ده ستا لمن نيولې
ته د هاغو مددګار ئې، چې د چا مددګار نه وى
ئې اسرى د بې کسانو، ما ده ستا لمن نيولې
تا غمونه تل ژړلى، هر ساعت د خپل امت دى
ئې غمخور د امتيانو، ما ده ستا لمن نيولې
زه لايق ډېر ګناه ګار يم، ستا د فضل اُميدوار يم
ته سردار ئې د نبيانو، ما ده ستا لمن نيولې.
"ايمان"
چې خاکروب دې د روضې شم
هر ارمان به مې پوره شى
که مې مينه ستا نصيب شوه
نو ايمان به مې پوره شى.
