اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

دمحمداجان یار شعرونه


ساندې

سپين ږيري بابا په خپل سر باندې لونګۍ سمه کړه، بيا يې غاړه تازه کړه، هر چا د هغه مخ ته کتل، چې بابا به څه خبره کوي؟. بابا يو نظر د ناصر باغ کېمپ خړو کېږديو ته وکتل، بيا يې يو سوړ اسوېلى وکړو:
_ ارمان ارمان دى خپله وطنه!
د سپين ږيري بابا د زړه د تل نه راوتې اسويلي د هر چا په ذهن سوالونه راپورته کړل، خو بابا د زړه خبره په زړه کې پاتې نه کړه:
_ موږ به خامخا ځو اخر تر کومې به د "پردو" لاس ته ناست يو؟
زه يو خوا ته ولاړ وم، دغه هرڅه مې ليدل، ماته د سپين ږيري په خبرو کې ډېر لوى اعتماد واضحه ښکارېدو. خبرې وشوې او هر څوک د خپل خپل سوچ سره په خپله مخه لاړل، خو زه بيخي اټاله پاتې شوم. د سوچونو يو داسې خړ سېلاب په خپله غېږ کې واخيستم، چې "ورکې د نظر د حدونو بيخي پته نه لګي"
هو، وطن، وطن وي، خپله خاوره خپله مور وي، د لوى افغانستان هاغه بې شمېره ګلالي ماشومانو ته مې خيال شو، چا چې تراوسه صرف د خپل وطن کيسې اورېدلي دي. چا چې تراوسه صرف د خپل کور کلي تصور کړى، خو لا په خپلو سترګو يې د خپل بابا وطن نه دى ليدلى او بيا د فکرونو په نيلي سور د پښتونخوا د حدونو نه ډېر لرې لاړم ان تر اروپا ورسېدم. دلته مې ډېر افغانان په نظر راغلل، د هغوى په مخونو که هرڅو د لږ څه اطمينان نښې ليدل شوي، خو ما په دغه اطمېنان کې د تالا واله افغانستان عکسونه واضحه ليدلى.
زه د اروپا په ښاېستونو کې ورک ورک ګرځېدم، چې د کبير ستوري نوم مې تر غوږه شو، زه پښه نيولى شوم، په دې خيال چې دا واورم، چې زما ددغه محترم مشر تذکره څوک کوي، چې سترګې مې واړولې نو هلته د کونړونو د خاورې يو بل حساس وطنپال او پښتوپال پښتون ولاړ و. ما په لومړي نظر کې هغه وپېژندو، ځکه چې ما دغه قام پرست ملګرى د خپلو ليکونو په هنداره کې د وړاندې نه ليدلى و. دا محمدا جان يار و. يو شاعر، يو ناول نګار، يو افسانه نګار او ددې هرڅه نه سېوا په خپل قام او خاوره کې محمدا جان يار!.
"يار" ماته وکتل، د ملګرو ټولګي نه راووتو، جوخته غاړه يې راکړه، بيا يې زما په اوږه لاس کېښودو، زه ورسره په درنو درنو قدمونو روان شوم. ماته يې غلي غوندې وويل:
_ ملګريه! زه نه پوهېږم، چې څنګه به يو ځل بيا په خپله خاوره سپرلى وينم؟ کله به د هاغه رنګونو او ښاېستونو سيلونه وکړم؟ کله به د خپل کونړ په سپرلو کې د ځوانۍ خاپونو لټون وکړم؟
ما د هغه مخ ته وکتل، نو راته پرې د فکرونو او سوچونو تورې لړۍ واضحه ښکاره شوه:
_ نو دلته خو هرڅه شته او په افغانستان کې دداسې ژوند تصور نه شوى دى او نه کېدى شي؟
محمداجان يار يوه اوږده ساه راښکه او ويې ويل:
_ روره! وطن، وطن وي او موږ په دې هم پوهېږو چې دا هرڅه راسره چا وکړه او بيا يې وويل:
وطن يې زموږ لوټ کړو ښه په غټو ورته ګورو
چـــې عقل بــــه بيا کـله دې سرونو ته راځي
ما د محمداجان يار دغه شعر د زړه په غوږوونو واورېدو او د احساساتو په ژبه يې پوه شوم، ورته مې ويل:
_ ياره! ستا شعر خو زه داسې وبوږنولم. هغه بيا يو سوړ اسويلى وکړ او ويې ويل:
_ وروره! دا شعرونه نه دي، دا څړيکې دي، چې د زړه د تل نه مې راځي. بيا يې وويل:
"يار" ته خو راواخله د وطن کيسه
لګي په ده ښه د کابل جان کيسه
ما به څه ويل، چې محمداجان يار بيا وويل:
خداى زده د کلي مرغۍ چېرته لاړې؟
دلته کــــارغــــان د بـــل وطن راغلي
  
د نيمو شپو ټپې دي ګرمې پکې
رانه د کور کلي حجره پاتې شوه
محمداجان يار شعرونه ويل او زما د زړه زخمونه تازه کېدل، ځکه چې زه د پښتون قام په دغه بدبختۍ زهيرېدم. ماته هاغه ټول تاريخي حقيقتونه مخ مخ ته کېدل د کومو په ذريعه چې په شعوري توګه د پښتون قام د وجود د تالا والا کولو هڅې لا هم روانې دي. ما دا سوچونه کول، چې خدايه نن به څومره حساس شاعران لکه د محمداجان يار د وطن ساندې وايي؟ څومره بې کوره پښتانه به د خپلې خاورې په ارمان وي؟ خو دا د حالاتو جبر دى او د محترم رحمت شاه ساېل خبره چې "جبر نازولى وي" نو موږ د وخت څپېړو ته مخونه نيولي دي، تر کومې به مو وهي او چرته به مو رسوي؟ موږه يې تعين نشو کولى. ما به لا نور سوچونه کول، چې محمداجان يار راته وويل:
_ ولې ملګريه! ته خو لکه چې خپه شوې؟ بيا په خندا شو ويل پرېږده سوچونه په دې به عمل کوو، چې:
"د جانان غمه په خندا دې تېرومه"
زه خو ګوره په دې هم پوهېږم، چې:
صفــــــا صفــا خبره راته وکړه ته
هله به جانانه سپينه خوله درکړم
ما ورته وويل، چې "ياره" منم چې ستا په شاعرۍ کې رومانيت هم شته، تغزل هم شته، رواني او موسيقيت هم شته، خو په مجموعي طور دا د وطن ساندې دي. دا د وطن نه د لرې والي احساس دى، زه ستا ددې شعر نه هم خبر يم، چې:
دې خوار نصيب رابېل کړم د وطن د تاترو نه
پيدا ومــه خــــزان کــــې پــه خزان ورژېدم
"يار" چې زما نه خپل دا شعر واورېدو، نو په سترګو کې يې اوښکې راغلې، دومره قدر يې وويل، چې هو لايقه ته ما پېژنې! زما د ژوند دغه يو ارمان دى، چې:
دا زړې حجرې به کله شي ابادې
پکې غږ د يه قربان او بيا غزل شي
ما د "يار" په اوږه لاس کېښود، ورته مې وويل: غم مه کوه وروره! په توره شپه پسې سبا راځي او دغه وخت يو افغان ماشوم په چغه وويل، چې:"واخلئ تاوده وږي، واخلئ تاوده وږي" ددې چغې سره زما د فکرونو لړۍ وشلېدله، چې خيال مې وکړو نو زه د ناصر باغ د کېمپ مخ ته ولاړ وم او وړو وړو افغانانو په بوجو کې د لارو نه کاغذونه راغونډول. ما يو سوړ اسوېلى وکړ، په درنو قدمونو د هاغه ځاى نه روان شوم. د ځان سره مې دومره قدرې وويل:
د ظالمانو دې کور وران شي
چې يې تالا کړل زموږ ښکلي ګودرونه

لايق زاده لايق
ډاېرېکټر
ريډيو پاکستان _ کوهاټ
27 مارچ 2007


هاغې پورې تاترې نه
پورته غږ د يه قربان شو

بيا د کوم لاروي زړه کې
ښکته پورته خپل جانان شو

زه هم واخيستم يادونو
يوې ټپې ته مې ځان جوړ کړو

چې ناڅاپه راکټ راغى
ډز شو کلى زموږ وران شو

16/3/2005
  

غزل

د زړه بلبل مې ژاړي چې ګلزار وسوځېده
پردي اور کې زمونږ کلى او ښار وسوځېده

بيا بلې بلا کډه زموږ وران کلي ته راوړه
ستي لوړ مازديګر شولو سهار وسوځېده

د کليو شنو ګودرو باندې بل غم راپرېوتى
د لويې لارې په سر ها غټ چينار وسوځېده

کوڅې له برېتورو نه هرکلي کې خالي شوي
منګي شول دړې وړې چې سېتار وسوځېده

په چم کې به مې بيا د يه قربان غږ نشي پورته
ټپې شولې سرسامې يکه زار وسوځېده

راټول شول اسويلي د ليلى دښته کې لمبه شول
د هر پښتون يتيم ورپکې پلار وسوځېده

په سوي کڅ مې لا پسې سکروټې راورېږي
له دې غمه زخمي زړګى د يار وسوځېده.

13/3/2003
کولن، جرمني
  

غزل

د وينو څاڅکي راورېږي د ګلونو چم کې
د انځورونو تماشې دي د رنګونو چم کې

ازغو نيولي په منګول کې د وږمو وزرونه
لوخړې خېژي د باروتو د عطرونو چم کې

د مينې خيال خو د هندارې په پنجره کې بند دى
دا ستړى وړى کله خوب وړي ښاېستونو چم کې

کوچۍ خندا به بيا هېلبند دښتو کې پورته نشي
خوښي به رانشي هېڅکله د زخمونو چم کې

سندرې ګرانې شوې بلبلو ته د عشق په ژبه
مړې ولولې شولې د خوارو ارمانونو چم کې

وږمې خورې کړه ننګرهاره د ګلونو ښاره
چې په خندا شي نارنج ګل د وربلونو چم کې

وځي ياغي خيالونه خامخا ياغي مغزو نه
زلمي به پورته کړي ګردونه اتڼوڼو چم کې

د يار په وچو شونډو هله به خندا خوره شي
چې ژړا بس کاندي سندرې د سازونو چم کې

18/6/2001
کولن، جرمني
  

غزل

په مينه مې رقيب له لاسه اور ولګېده
د ښکلو چم کې غلى غلى شور ولګېده

غماز راته په مينه باندې اور کړلو راپورې
په سپينو پرښتو باندې څه تور ولګېده

باران غوندې نظر يې اورېده زما په لوري
افسوس چې په جانان مې اثر نور ولګېده

دا ستا ناز و مکېز مې په لېمو کې دى ساتلى
قاتل د مينې راغى زړه مې خور ولګېده

سور لاس د غماز ونيوه مرۍ زما د مينې
د هر چا ګوزار سم زما په کور ولګېده

اشنا د خولې خبرې مې په زړه باندې پټۍ دي
د يار غزل په زړه زما ټکور ولګېده

2/8/2003 جرمني، کولن ښار
  

غزل

شم ماشوم کله سکروټو او سپرغو سره لوبېږم
سين په غاړه سپينو شګو، کوتڼو سره لوبېږم

د هاړ سرو غرمو ته رغړم د سين سپينو شګو غېږ کې
هاغه چم ګاونډ ماشومو جينکو سره لوبېږم

د سپېره ډاک خړو خاورو د اغزو منځ کې مې شپه شي
دې خزان وهلي بڼ کې سرو غوټو سره لوبېږم

د ماښام توره تيارو نه کړمه څېرې لمن ډکه
د خپل وران کلي کوڅو کې له کوتو سره لوبېږم

خيال کې اوړي راوړي هغه ماشومتوب او زلميتوب مې
لاړ شم هاغې وخت شېبو ته اندېښنو سره لوبېږم

اوسنى پړاو د ژوند خو بيخي هسې ګچې ګول کړم
تش بادېږي اسويلي مې له سلګو سره لوبېږم

دا تراخه حالات چې ياره کله ستا عقل ياغي کړي
لاره ورکه شي له مانه لېونو سره لوبېږم

9/12/2005
جرمني، کولن
  

سوله

کچکول د خير مې دى په غاړه د بل چا وطن کې
الهي نوره سوله راولې زما وطن کې

څومره اوږده شوله په مونږه دا غميزه نوره
بچي راوړي د نفاق تورې بلا وطن کې

د غم غدۍ رالګېدلې ده په مونږه باندې
وشول بې رحمه تالانونه زما او ستا وطن کې

نور دا غريب ملک له جګړې نه په امان کړې ربه
يار شو بې واکه خپلې ابۍ او د دادا وطن کې

18/6/1993
کولن، جرمني
  

غزل

قاتلان په غاړه ډکې ګردنۍ وړي
دا ښکاريان زما د غرونو غرڅنۍ وړي

څه تالان مې په ملي شتمنۍ وشو
دې ريښې رېښې ګرېوان نه مې تڼۍ وړي

هديرو نه مې هډوکي ځي پنجاب ته
د کونړ د غرو نښترې خو دوبۍ وړي

لېوني لېوان راځغلي زموږ غرو ته
په غاښونو کې ددې وطن هوسۍ وړي

لږ راکوز شه د رباب کوزو پردو ته
دښمنان دې ادم خانه درخانۍ وړي

د بل چا په ښاېست تېر نه وځې ياره
مَېن زړونه ستا د خپل چم لېونۍ وړي

  

غزل

کوم ګرېوان به تر لمنې پورې دوه شي
چې د چا په سترګو پورې تور کجل شي

لېوني به خپل ګرېوان تڼۍ، تڼۍ کړي
چې وربل يې پاس په ورېځو ول په ول شي

ټول بدرنګه دي مخ خپل کلي ته ستون کړي
چې ښاېست زموږ د کلي يو په سل شي

دا زړې حجرې به کله شي ودانې
پکې غږ د يه قربان او بيا غزل شي

ددې خپلې خاورې مينه راسره ده
په قسمت که د وطن ناوې مې مل شي

چې د يار په کور چا اور دى لګولى
د هغه په کور دې هغسې اور بل شي

12/4/2001
جرمني، بون
  

غزل

شونډې اغزو بيا په ګلونو ايښي
مالګې غماز په پرهرونو ايښي

قاتل د ګلو اوروي اورونه
د غضب نښې يې په زړونو ايښي

افسوس له ډېرې بې وسۍ له لاسه
سرونه موږ په زنګنونو ايښي

بيا به له کومه شي هغه ننګيالي
چې سپينې تورې يې په سرونو ايښي

ساتي به هغه خپل وطن له غېرو
چې هتکړۍ يې په لاسونو ايښي

مور دې پې بوره شي پښتون خو نه دى
له زوړ دښمن سره يې لوزونه ايښي

د تورو زېرمو د نيولو په نيت
زورور هرځاى کې دامونه ايښي

بې اسوېلو نور څه کوى شې ياره؟
دښمن دې بيا په کور ګامونه ايښي

22/5/2003
  

غزل

دا ځل درانه ګامونه اخلم په کرار ځمه
څو پښتانه ګامونه اخلم خو هوښيار ځمه

دلته دا ټولې لارې ګوره هديرې ته تللي
ځانته به نوې لاره ګورم پخپل وار ځمه

په زړو لارو زياتي نه ځم ستنوم ګامونه
د مينې لاره باندې هر کله سرشار ځمه

ډېرو له ځان سره په بدلو لارو بوتلمه زه
چې اسوېلو وي پاکه کړې په دا لار ځمه

په منصوري لاره يار درومي د جانان کلي ته
که رقيب لارې ټولې بندې کړي په دار ځمه

16/5/2004
جرمني، کولن
  

غزل

د مخ ښاېست دې د زلفانو په تورتم واخيست
دې تورې شپې رانه دا سپين سحر يو دم واخيست

په تروږمۍ کې راايسار يمه رڼا ده چېرې؟
پخپل نصيب کې مې ټول عمر د چا غم واخيست

په خليته لارو چې درومي خود به لوېږي هغه
کسم که بيا مې په بدل لاره قدم واخيست

هره ادا به دې د زړه تاخچه کې ساتم اشنا
که دې په مينه کې قدم راسره سم واخيست

خپلو وروښودم پردو په غشو وويشتمه
د نفاق اور د يار په کلي کې هر چم واخيست

6/1/2005، کولن، جرمني
  

دوعا

ربه توبه مې ده چې هسې ګنهګار نشمه
زموږ امام پسې کافرو اقتداء کړې ده

په سجده پراته شېخان اوس هغه وعظ نکړي
بيا يې سياسي بازار کې چا سره سودا کړې ده

خوشې ټول عمر دې بدل واعظ ته ولې ناست وم؟
خلکه اسلام په نوم ده څومره ناروا کړې ده

هر څوک به لولي اوس زمونږه د نادودو کيسې
د تباهۍ وسه په موږ باندې هر چا کړې ده

يمه پوه شوى چې هر څه مې پردي کېږي رانه
خپلې پښتو باندې مې دا ځل بسم الله کړې ده

ټينګ پښتانه ګامونه اخلم ياره ورو ورو به ځم
راته په خوب کې خوشال خان بابا دوعا کړې ده

28/2/2005 جرمني، راين

غزل

اوښکې ګرېوانه کې لارې لارې ځي
خولې نه مې اوږدې اوږدې کوکارې ځي

اور دى لګېدلى په نصيب زما
ځکه مې له سترګو اوښکې دارې ځي

لولپه شو هسې دا ګوګل زما
کوکې مې له خولې نه له ناچارې ځي

هرڅه نه حالاتو سم بې غمه کړم
چيغې مې هرخوا ته خوارې خوارې ځي

ګرځي غمازان د يار په کلي کې!
سوي اسويلي مې په څو وارې ځي

20/12/2003، کلن، راين
  

بلا

دا ستونى مې راډک شولو ژړا راغلې ده
کاله ته مې د بل وطن بلا راغلې ده

خپه نشئ جانانه زما ډېره بې وسي ده
دا لويه بدبختي موږ ته پخوا راغلې ده

په ډېرو د کپسې غوندې ناسته دابلا ده
په هېچا داسې نه ده چې په ما راغلې ده

زما زنګينې تورې نه لا اوس هم په لړزه ده
خو دا ځلې په زور ددې دنيا راغلې ده

ددې بلا قوت او ياره ستا خالي لاسونه
خو ستا د کور بېتي ورسره صلا راغلې ده

31/12/2004 کولن
  

قطعه

وچې نه کړې اوښکې دې په مخ باندې
وچ پتري د وچو شونډو اوبه غواړي

بيا ولاړ ملنګ دى دروازې ته دې
سترګو نه دې مات کچکول کې څه غواړي

28/1/2006
  

څلوريزه

دلته خو هر چا خپله طالع ښه ازمايلې ده
پام کړه زوروره! ستا هم شپې ورپکې ګرانې دي

دې کنډ و کپر کې له ډېرو نه ساه وتې ده
دلته ارادې د يرغلګرو پښېمانې دي

5/6/2004
جرمني، بون
  

شکرې

راځئ چې وکرو سندرې زړو کې
پيدا کړو ښې ښې شان خبرې زړو کې

ځان به راونغاړو د ترخو نه زياتي
نه ساتو بس دى زورورې زړو کې

د اتفاق او د ورورۍ په تمه
کينه نور نه ساتو هېچرې زړو کې

د نوي ژوند ساز ته به غوږ ونيسو
چې شي ترخو په ځاى شکرې زړو کې

يوځاى به وخاندو په ګډه سره
چې ارزوګانې مو شي غوره زړو کې

ځئ چې ګېلو او له ناندرو نه وځو
هيلې پيدا کړو معتبرې زړو کې

وکړو خبرې د منطق په ژبه
ورک کړو دا ډار وېره او لرې زړو کې

ياره يو بل ته سره غاړې وځو
خبرې يو شي لرې او برې زړو کې

7/9/2001
جرمني، کولن کوروايلر
  

غزل

زړه مې نرى د پيپل پاڼه کې سلام دروړي
څه نوى شور رالګېدلى دى پېغام دروړي

زموږ له پاسه د رڼو ستورو مرۍ غوڅې شوې
ډېوې شهيدې شوې ورغوي کې ماښام دروړي

شفق له ستوني نيول شوى ترې سرې وينې څاڅي
سرې ماښام څاڅکي د وينو ګام په ګام دروړي

د سپېرې دښتې لارويه جل وهلى اّشنا
د کونړ سيند نه پښتنه درته ډک جام دروړي

دا کوزې لارې ټولې بندې دي، پاس لاره څاره
د کور کوتره په وزر کې حال د بام دروړي

په صراط وړي به، هرڅوک ياره ګنهګارې نغمې
ډېر ګناهونه به د وران جومات امام دروړي

4/6/2002
جرمني، کلن راين

غزل

وطنه زما تنه زه له تانه پاتې شوم
نصيب دې زما ورک شي له جانانه پاتې شوم

پردي اسمان دلاندې تورو ورېځو کې مې ګوره
خبر نه يم له ځانه چې له ځانه پاتې شوم

د وخت د ناکردو نه رانه پاتې کلى کور شو
اشنا سره بې لوزه او بې ايمانه پاتې شوم

ترخو ترخو حالاتو کړه خندا له مانه هېره
ټول عمر مې ژړا ده له خندا نه پاتې شوم

هر چا دي رسولي قافلې خپلې منزل ته
دا زه لېونى يوازې له کاروانه پاتې شوم

کږې مېچنې موږ باندې واعظ له لاسه وشوې
دده په اوتو بوتو له جهانه پاتې شوم

اوس ماته ياره پاتې د اسرې ځاى چېرې نشو
خالي خالي لاسونه سرګردانه پاتې شوم

11/3/2004
جرمني، روګندرف
  

تور چم کې

اوښکې ګرېوانه باندې روانې شوې
شپې ورځې په دې وطن کې ګرانې شوې

خپل او پردي يو بل سره دښمن شولو
هيلې نورې ژوند پورې حېرانې شوې

ټولې لاپې شاپې سر کې ماتې شوې
ګډ په وير شهيدې ارواګانې شوې

شرم، غېرت تللى ککرو نه دى
تور چم کې سوالګرې مې بيبيانې شوې

لاس تر زنې کېناوه حالاتو يار
پاڼې د تاريخ يې تاڼې تاڼې شوې

3/1/2002 کولن، راين
  

غزل

راځئ په ګډه د کونړ غرونو ته لاس پورته کړو
چې له ځنګلو يې د نښترو جنازې لاړې

پردو قاتلو مې په غرونو باندې لو ګډ کړى
له هر نښتر د زړه نه سرې سرې ترازې لاړې

هېڅوک د مه ويلو نشته هديره دى وطن
هم مې د وران کلي کنډرو دروازې لاړې

د تور لينګيو او د وخت وږي چړي له لاسه
ټولې دنيا ته مې څه خوشې اوازې لاړې

سترې بيبيانې شوې بې ستره په پردو کوڅو کې
د بې پردۍ زموږ هرځاى کې انګازې لاړې

زه به تر مرګه له همدې ناخوالو سر ټکوم
ياره دنيا نه ارمانجن او بې مزې لاړې

4/3/2005، جرمني، کولن

غزل

د رقيبانو په زړو بيا ډېره غوسه پرته ده
په ژوبل زړه کې مې د وران کلي کيسه پرته ده

قاتل د حسن راګډ شوى مينې قتل شولې
د غره هوسۍ مې هم سورۍ سورى سينه پرته ده

ګرد دى په سپين مخ باندې پروت دى وچې شونډې ښکاري
خداى خبر خيال کې درته کومه تلوسه پرته ده

مونږه د ژوند په اوږو وړي تل درانه بارونه
زموږ نصيب کې بس همدغه سلسله پرته ده

دغو حالاتو ته چې ګورم خندنى غوندې شم
راته د ژوند په هر پړاو کې دسيسه پرته ده

سپېرو بادونو يکه زار له غرو هوجرو نه وړي
هغه له ښکليو ډک مالت اوس هديره پرته ده

غوټۍ د هيلو د ارمان په لمبه، لولپه شوې
ووايه ته زمانې ستا راسره په څه پرته ده

تقدير زمونږ له جهنم د سرو لمبو سره دى
تل پښتنه خاوره په جنګ کې تکه سره پرته ده

ته اوروه دې د سکروټو بارانونه په موږ
د اّزادۍ مې د وطن سره وعده پرته ده

چې دې حېرانې ورځ ته وګورم پوکي بادوم
ياره ستا فکر کې همدغه وسوسه پرته ده

6/2/2006
جرمني، کولن
  

غزل

ټول عمر رانه هسې په توبو تېر شوى دى
بې کاره لاس تر زنې په فکرو تېر شوى دى

د ژوند په راز خبر نشولو پټې سترګې ګرځو
ډېر وخت مو په ګوندۍ او تربګنو تېر شوى دى

بې علمه به يو ګام پښتو نه چېرې مخکې نشې
دا څومره بلا وخت دې په جنګو تېر شوى دى

ساعت ګړۍ خو نه ده له مودو مودو تېر وتى
هر دم قدم ستا ټول په غولېدو تېر شوى دى

هر چا شپې ورځې تېرې په خوښۍ او خوشحالۍ کړې
ټول عمر د يار تل په اسوېلو تېر شوى دى

20/4/2001
جرمني، کولن
  

څڼور

کوڅې زموږ د ښار د لېونو نه خالي نه دي
دا غرونه د وطن مې د زمرو نه خالي نه دي

شپونکيه ګوتې پام کوه شپېلۍ نه ليرې نکړې
ډاګونه تاترې دې د رمو نه خالي نه دي

تالا والا کڅونو کې به وخاندي ګلونه
ګوګلې خامخا له اسوېلو نه خالي نه دي

شېبې د ټنګ ټکور ورپکې هر وخت کې تودې وي
هوجرې د پښتنو له مېلمنو نه خالي نه دي

روانې قافلې پسې خو ځان رسول غواړي
دا کړپې ګرانې لارې له لوېدو نه خالي نه دي

دا چوپې سندرمارې به بيا ځلي په ګډا شي
وستلې ميدانونه هم زلمو نه خالي نه دي

ډوله ته به رادانګې څڼور ځوانان د کلي
جذبې د پښتنو ياره پښتو نه خالي نه دي

24/9/2001
جرمني، کولن
  

غزل

شړنګ د سېتار غږ د جانان شغ د نښترو غېږ کې
په سردرو کې رالوى شوى يم سندرو غېږ کې

ځي راځي غوږ ته انګازې مې لا هماغه شانته
کله به پورته شي منګو بغا ګودرو غېږ کې

خُمان به بيا زلمي کونړ د سيند په غاړه تش کړي
شوګېر وهلي به ويدې شي زورورو غېږ کې

په شاړو دښتو او درو کې به ټپې پورته شي
سوله به راشي د هوا سپينو کوترو غېږ کې

شي دړې وړې منګوټي به مېکدو په غاړه
ځوانان به وړي خواږه خوب وي سترګورو غېږ کې

کم به نصيب وي ياره ستا د ټپې وار چې راشي
چې ارمانونه په خندا کړم در په درو غېږ کې

19/10/2004، راين په غاړه

غزل

ما مې جونګړه جوړوله رقيب ورانه کړله
د زړه په سر راته هغه خونه ودانه کړله

درباندې پوه يمه مطربه تال دې بل شانې دى
څنګ په هوجره کې دې بدل نغمه روانه کړله

سر چپه کوډي د حالاتو جادوګرو وکړې
څومره خوږه مينه يې بېله ما او تانه کړله

د غزل توري به د تورو سترګو تور کې ساتم
که شاعري مې له سايل او د کاروانه کړله

هله به ياره ښه شعرونه او غزلې ليکې
که دې ټپه بيا له سندرو يه قربانه کړله

14/3/2003
جرمني، کلن ښار

لار

عذابونو زېږولى يمه شېخه
ولې ورکه ديې کړه مانه د جنت لار

چې پخوا دې کړې هاغه خبرې نه کړې
تا کړه څنګه د سوچه اسلاميت لار

کله هم خو داسې نه و چې تا وکړل
ده معلومه موږ ته ښه د شريعت لار

د سوچه ږيرې او ښې سپينو جامو سره
ستا لپاره وه جومات د شرافت لار

خوشې هره خوا دې وکرل اورونه
اسلام هېر کړو تا نيولې د قدرت لار

خوار ولس دې د بلا په خوله کې ورکړو
ورته جوړه دې کړه ژوند کې د ذلت لار

په دېوانو يې خپل دين له مرۍ ونيو
ياره ورکه شوه پښتو او د غېرت لار

4/6/2002
جرمني، کولن
  

کنډر کنډر وطن کې مې سلګو نه بل څه نشته

مزار ته مې د اوښکو ډيوې هر ماښام راوړه

کولن، راين
  

بازان خبرې غواړي

خيالونه مې په زړه کې د جانان خبرې غواړي
غمونو او دردونو کې خواران خبرې غواړي

بې پلاره ماشومان زمونږ د وران کلي کوڅو کې
يه خلکه دا به څنګ شي يتيمان خبرې غواړي

دي لارې جوړې کړي يتيمانو په مخ اوښکو
د وير له لاسه دلته لوند ګرېوان خبرې غواړي

ړندې شوې هغه مينې حسن ګونګې ښاپېرۍ شوې
ګذران د مينې ګران شو عاشقان خبرې غواړي

رالوتي تور کارغان مې په فضا باندې کاغ کاغ کړي
زما د غرو سرونو کې بازان خبرې غواړي

ځان جوړ که ياره شابه چې نن ستا د ټپې وار دى
غوږ غوږ دي تاته هله شاعران خبرې غواړي

5/7/2003 جرمني،راين

غزل

لپه دې نيولې تل د ځان په دوعاګانو ده
خير به کله غواړې دغو خوارو پرګنو لره

دا خو زنځيري دي بېخي تمه ترې نه، نه کېږي
هېڅ ورتګ په کار نه دى ميالي صيب لېونو لره

خوشې دي عبس ربه په دې خاوره ښېندلي دي
هم دې اتفاق نه دى ورکړى پښتنو لره

دې د وخت لوټمارو ځانله دنګې ماڼۍ جوړې کړې
پاتې په خالي ميدان پښتون دى تربګنو لره

اړوې لاسونه بيا غورزي کوې پردي ډول ته
نه ښايي بدرنګه ګډاګانې مېړنو لره

بې له هغې بدو سترګو يووړه پښتنه ناوې
مورې لوګى نه کړي حاجت نشته سپېلنو لره

هېڅکله به يار داسې حالاتو سره جوړ نه شي
ګوري دې څه بله چاره خپلو اندېښنو لره

13/11/2005
جرمني
  

غزل

خوا ته رانزدې شه چې خپل زړه درکړم
دې نه زياتي ووايه نور څه درکړم

ته دې هم د زړه نه راته ووايه
لوظ به د مينې همدا زه درکړم

ښه صفا خبره راته وکړه ته
هله به جانانه سپينه خوله درکړم

خوا ته مې نزدې کړه خير دى ومنه
مينه کې رازونه به ډېر ښه درکړم

کله چې دې زړه کې يار ته ځاى ورکړو
راشه بيا به شونډو نه خواږه درکړم

5/7/2003
جرمني، راين
  

غزل

غمونه او دردونه مې خندا ته نه پرېږدي
بېلتون لارې نيولي ما اشنا ته نه پرېږدي

مدام راته په سر د بدبختۍ کپسه ناسته
شېبې د خوشحالۍ زمونږه خوا ته نه پرېږدي

اغزنه غوندې لاره مې کاله ته راستنه ده
تاو شوى د غم شپول رانه موږ چاته نه پرېږدي

کافرې شانې ګوتې يارانې له مرۍ نيسي
دا مينې د خوږو زړونو وفا ته نه پرېږدي

د تورو غرو بلاوې راته مخکې مخکې کېږي
ولس او دا وطن مې ارتقا ته نه پرېږدي

شوګير د تورې شپې دې هېڅ سبا ورپسې نشته
تيارې دي د وختونو څوک رڼا ته نه پرېږدي

قتلېږي دلته مينه، محبت لويه ګناه ده
ځه ياره خداى دې مل شه ما خو تاته نه پرېږدي

18/11/2000
د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې په مشاعره کې

  

باد راوړم

ګل نشومه غوټۍ وم په دامان ورژېدم
له خپل وطن نه ليرې په ارمان ورژېدم

ډېر ولټېدم ودرېدم د سوال په دروازو کې
د وخت له ناکردو نه په خپګان ورژېدم

پردو کوڅو کې خوشې لاړم راغلم سرګردانه
ريدى د سوارو وم په بيابان ورژېدم

دې خوار نصيب رابېل کړم د وطن له تاترونه
پيدا ومه خزان کې په خزان ورژېدم

مَېن د خپل وطن په کاڼو بوټو خو ارمان چې
بې وخته بې وطنه بې جانان ورژېدم

يار ولېږئ يارانو پام چې دلته يې پرېنږدئ
باد راوړمه له کومه په المان ورژېدم

  

غزل

د سيند په غاړه غاړه سپينو شګو په سر تلم
سوچونو وم اخيستى هېڅ په ځان نه پوهېدم

معلومه راته نه وه چې به چېرته زه روان وم
په شان د لېوني غوندې به تلمه سرګردان وم

ګرداب کې د يادونو چورلېدمه ډوبېدم
خيال يووړم له المانه اّن د خپل کلي وستل ته

حېران، حېران مې وکاته د سيمې ټول محل ته
کسم د کاڼو بوټو په ديدن نه مړېدم

چې ولګيدې سترګې مې په ورانو کنډرونو
غړۍ کوزې پرتې وې د هاغو دنګو برجونو

په ياد مې وړوکتوب شو په کوڅو به ګرځېدم
نه هاغه خلک پاتې وو نه هاغه ودان کلى

اى ياره پروت و لوټې لوټې ستا د جانان کلى
راماتې مې شوې اوښکې په سلګو وژړېدم

15/7/2006
جرمن، کولن راين
  

غزل

ساړه اسولي هر وخت زخمي زړونو له راځي
پردۍ مرغۍ زموږ د کلي ونو له راځي

چې عقل شي ياغي ژبه په ګډو وډو سر شي
توبې چې خولې ته راشي لاس غوږونو له راځي

سپېرې شوې د افغان د غرونو دنګې دنګې غاړې
بدرنګه سوداګر يې چې وهنو له راځي

ګېله راته پرېوتې غوړګي غلي غوږ کې وکړه
تورمخي د پنجاب زما وژنو له راځي

وطن يې زموږ لوټ کړو ښه په غټو ورته ګورو
چې عقل به بيا کله دې سرونو له راځي

يو وخت به دا سرسامې ککرۍ شي دړې وړې
ماجرې پښتنې به ګودرونو له راځي

شي پورته به ټپې د يکه زار په سرو درو کې
سندرې به د يار نوي سازونو له راځي

6/2/2002
جرمني، کولن روګندرف
  

غزل

غلى به يمه خو په زړه باندې توپان لرم
سورۍ سينه باندې زخمي زخمي ارمان لرم

د يوه باڼه اشاره ستا راته خروار ښکاري
کمى مې نشته وايم ځانته لوى جهان لرم

دا غمازان د محبت مې ستا له مينې باسي
زړه کې جانانه ستا د مينې لوى فرمان لرم

چرته ښکاره راسره پام د سترګو جنګ ونکړې
په دې چنو او چم ګاونډ کې رقيبان لرم

په پښتانه لوظ له ما سره ولاړه اوسه
په ټيټ سر نه يمه بلد پښتون ايمان لرم

د زړه تاخچه کې مې خو ستا د مينې پت خوندي دى
وايي يار تا سره زه ټينګ عهد و پيمان لرم

8/3/1995

کيسې

پرېږده نورې بس دى د ارمان کيسې
بيا رته راواخله د جانان کيسې

چاته ددې خپل زړګي حال ووايم
تېرې شوې په مونږه د خپګان کيسې

اوس د خوږې مينې کيسې پاتې دي
يوازې به کوي څو رقيبان کيسې

لاړه اوس خبره د کيسو شوله
ډېرې شوې ترخې اوس د افغان کيسې

دې کيسو کې خوند کسم دى نشته دى
راشئ چې نور واورو د جهان کيسې

چا هم راته ونکړه خوږه کيسه
ټولو راته وکړې د خپل ځان کيسې

يار ته خو راواخله د وطن کيسه
لګي په ده ښې د کابل جان کيسې

8/4/2002
  

پسرلى

په هر چا پسرلى ژوند يې ګلونو سره دى
نصيب دې زما ورک شي له غمونو سره دى

تاريخ خو مې غېرت او د مېړانې کيسې وايي
تراوسه مې لا ژوند له سرښندنو سره دى

په ځان يمه پوه شوى نه مې دا شوه او نه هاغه
ازل مې ماتو ګوډو تقديرونو سره دى

ورو ورو راته پخپل کاله کې ځان بې واکه ښکاري
وطن او سر مې دواړه له ګواښونو سره دى

دې تورو سپينو سرو راباندې خپله خوا کړه يخه
ټول وخت مې ځنازو او شوګيرونو سره دى

دې حال ته سوچ اخيستى يم خندا ده رانه هېره
فرياد ځکه سينه کې ماتو زړونو سره دى

پښې مې مېکدې په لوري لنډې لنډې کېږي
ساقي اوس پردى شوى سرو جامونو سره دى

بيا ځلي د جهان په قدرتونو کې ازمېښت شوم
عظمت د خپلې خاورې مې ننګونو سره دى

خوښي ده خوشحالي ده ياره هر خوا پسرلى دى
دا ژوند يواځې زمونږه له ويرونو سره دى

2/12/2003
  

يو شعر
زه به اتڼېزه سليمان د غره راواخلمه
بيا که تورې بورې په سر ژڼکي اتڼ واچوي

4/6/2005
  

غزل

دردونه مې په زړه باندې جانان له لاسه دي
راپېښې کشالې راته خپل ځان له لاسه دي

کافر زما د مينې مرۍ ونيوه له ستوني
زخمونه مې پراته اوس له هجران له لاسه دي

په ما يې دا زما جونګړه سمه کنډواله کړه
دا ټولې لاسوهنې پاکستان له لاسه دي

تاجک دى،که وزبک،که هزاره ټول دښمنان شول
ورانۍ او لمسونې د ايران له لاسه دي

يو بل ته په ماشه تل سنګرونو کې پراته دي
په موږ دا بدې ورځې خپل افغان له لاسه دي

ترڅو چې پکې يار ستاسې د سر و مال نه خلاص شو
نادودې اوس په موږ باندې جهان له لاسه دي

30/10/2002، جرمني، بون

څلوريزه

د تورې بورې سرته بيا ځلي ډول وخېږوه
ياغي بادونو د وطن د ناوې شال وړى دى

د ښار کوڅه په کوڅه اورمه پردي سازونه
چا د هوجرې نه مې منګى او سېتار تال وړى دى

  

کلونه وشول چې روان يمه په ورکو لارو
په کومه لاړ شمه چې ورشم د جانان کلي ته

دا ځل د زاڼو په کتار پسې مې نيت کړى دى
که په وزرو کې مې يوسي يو ارمان کلي ته

راين، جرمني
  

بل ملنګ

مطرب راويښ کړئ د رباب مزو کې ترنګ په کار دى
نوى محفل، نوى سينګار او نوى رنګ په کار دى

ما خو پخوا درسره لوز په پښتو کړى دى
راته خالي ګلې دا ستا د بنګړو شرنګ په کار دى

پردي وطن کجيران رالوزي زما غرونو ته
ورته پامير او يا تور غره کې لوى ګړنګ په کار دى

چې غنم وږي بل احمد ته په شمله وټومبي
بيا ځل جرګې د پښتنو ته بل ملنګ په کار دى

بله ملاله به شي پورته ميوندي کړيکې ته
په دښمنانو باندې هغسې غورزنګ په کار دى

د مينې جنګ دى خير دى بېرته که راستون نه شومه
ستا اننګو ته خو د يار د وينې رنګ په کار دى

6/7/1992 جرمني، راين
  

سپرلي ته

سپرليه رانشې بې وخته دلته
کلي ښارونه کنډوالې دي پرتې

نصيب راوستې څومره سخته دلته
موږ ته لا ډېرې کشالې دي پرتې

د بڼ ځوانۍ لاړې نسکورې شولې
سږ د همدې سپېره خزان له لاسه

پېغلې غوټۍ ټولې سرتورې شولې
ددې بې رحمه شان توپان له لاسه

خداېزده د کلي مرغۍ چېرته لاړې؟
دلته کارغان د بل وطن راغلي

په غوږو اورم خوشې کاړې باړې
سرې بلاګانې له دکن راغلي

دلته لو شوي د ګلونو څانګې
د پېغلې سور سالو بادونو وړى

هر يو زړګى د غم په ټال کې زانګي
د کونړ يار هم دې غمونو وړى

24/1/2004
  

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←