اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

توره دهمت اودا څرنګه زړه دی

توره دهمت


داچه نن راته ماشوم له لوږی ژاړی
وږی ګیډه یی له مونږمړول غواړی

ای دقد رت په نیشه مستونظر و کی
دا شکیدلی کمیسونه ګنډ ل غوا ړی

هیڅ اثر زمونږه اوښکوپه ونه کړو
ملنګه ستادګریوانه چیریدل غواړی

زمونږکلی میلمه پال دی چه میلمه وی
دا دسرونوسوداګر مو وتل غواړی

نه په عذ ر شولوخلاص نه په زارو
توره دهمت له غلافه ایستل غوا ړی
*****

دا څرنګه زړه دی


دا څرنګه زړه دی چه درد یږی نه
ویښ نه دی ویده دی چه خوږیږی نه

ښه یی وینی چه په وینو کی لمبیږی
د ملت په دغه حا ل خبر یږی نه

نه پوهیږم چه داکاڼی دی که بوټی
په بی کوره بی اسروچه زوریږی نه

خدایه داڅرنګه زړونه شوپید
بی احساسه په عزت چه پوهیږی نه

کونډی ګوری یتیمات یی دی په خواکی
سپین سر و پښتنو نه شرمیږی نه

همدا آزار دی بس دی بی احساسه
بی درده ککری خو دی ډیریږی نه

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←