اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

غزل

اغیارکه راته جوړ کړي په کورونو کې دېوال
بورا ته څه مزل دی په ګلونو کې دېوال

چې کور درنه خطا نه شي زما دلیونۍ
پناه یې دی دبېرې په ښاخونو کې دېوال

زمونږه غریبانوخو دېوال نشته دکور
دخلکوپه ذهنونواوپه زړونو کې دېوال

په تورو،توروزلفو کې دې نېغه سپینه لار
ښکاریږي لکه تورو،تورو غرونوکې دېوال

نفرت په یوه کاله کې دېوالونه کړي راجوړ
الفت دمینځه لرکړي په ملکونو کې دېوال

وطن دپښتنودی سترګې کله ټيټوم
پېغور دی دپښتوپه دېوالونو کې دېوال

ساده رقیب ته ګوره نیسي لارد اباسین
ټینګیږي نه کم عقله په موجونو کې دېوال

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←