اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

اسرافيله ع په شپيلۍ دې ګوتې کېږده!! مرثیه

اسرافيله ( ع ) په شپيلۍ دې ګوتې کېږده
پوکى ورکړه چې دا غرونه په هوا شي

دا دنيا شين سمندر او شين درياب شي
د ادم نسل له يو مخې پناه شي

اسرافيله (ع ) ، هديرې مو ډکې شوي
د قابيل غوندې مو خپل مړي په شا دي

پرېږده يو ورځې بې غمه شو له ژونده
هره ورځ دلته سلګۍ دي او ژړا دي

اسرافيله ع ! په لغمان کې وير ماتم دى
له هرکوره سوې ساندې پورته کېږي

اسويليو په هوا وريځ جوړه کړې
بس له سترګو نه سرې اوښکې دې بهيږي

ستړي ، ستړي مزدوران دي چا وژلي
بوډا پلار سره يې وس د کفن نشته

د خپل زوى جسد ته غلی غلی ګوري
له مورکۍ سره يې توان د ګفتن نه شته

هلمنديانو ، کندهاريانو ولې ولې ؟ ؟
مساپر خلک په خپل کلي کې وژني ؟

د ډوډۍ غم پسې وتي وو له کوره
قلندر خلک په خپل کلي کې وژني ؟

ميرويس نيکه! اولاد نه دې خبر يې ؟
ستړي _ ستړي مزدوران يې راته مړه کړل

ترمې _ ترمې يې په خاورو را ګوزار کړل
د لغمان تنکي ګلان يې راته مړه کړل

احمد شاه بابا ، موږ هم د تا لمسيان وو ،
هسې خوشې موږ با با نه وايو چاته

خو چې ستا په چم کې دا چارې را وشوې
خداى خبر که نور با با ووايو تاته


کابل د لړم لومړۍ - يادونه : څو ورځې وړاندې د هلمند – کندهار پر لويه لاره ، د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې نږدې ٣٠ تنه هغه بېوزله لغماني ځوانان چې ايران ته د مزدورۍ په نيت روان وو ، د طالبانو له خوا را ښکته او بيا ووژل شول

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←