دا پښتونخوا ده
د شمشاد له څوکې :
چې په سرونو ددې بنا ده
دا پښتونخوا ده- دا پښتونخوا ده
******
د هغو کسى په کې وتلى
چاچې په سپکه ورته کتلى
د ژوند په لاره نه دى ترې تللى
څوک چې په تمه ورته راغلى
د تاريخ پاڼه پاڼه ګوا ده
دا پښتونخوا ده- دا پښتونخوا ده
******
چې په خاطر يې د تورو شرنګ دى
لا په هيبت کې ګوره اورنګ دى
چې طاقتونو ترې کړى څنګ دى
دا غرونه نه دى ،سراسر ننګ دى
دا د غيرت اود ننګ دنيا ده
دا پښتونخوا ده- دا پښتونخوا ده
******
ددې هر کاڼى محشر محشر دى
ددې هر بوټى دفتر دفتر دي
په ژړا تللى ترې سکندر دى
ظالم خوړلى دلته خپل سر دى
د واقعاتو سره اشنا ده
دا پښتونخوا ده- دا پښتونخوا ده
******
د غليم سر چې په کې ښکاره شى
زور او قوت يې ايره ايره شى
عقل ،شعور يې په تراره شى
پردې د غدر يې پاره پاره شى
د ظالمانو په ځان بلا ده
دا پښتونخوا ده- دا پښتونخوا ده
*******
چې تازه کيږى په ډېرو وينو
وېنې قربان شه له دې ګلونو
چې ساتل کيږى دا په سرونو
سرونه جار شه ددې له غرونه
زموږ د مينې ښکلې ليلا ده
دا پښتونخوا ده- دا پښتونخوا ده
******
د هاغو خوله شه له خاورو ډکه
چې يادوى يې په سپوره،سپکه
هم يې هستى شه له هسته ورکه
ورته په غټه چې نظر نه که
دا د نيکونو زموږ ماوا ده
دا پښتونخوا ده- دا پښتونخوا ده
******
دلته راغلى که استعمار دى
خو اخر تللى د مرګ په لار دى
اورنګ که دلته کړى ناتار دى
خيبر په وينو لا لا له زار دى
هر چا بايللې دلته سودا ده
دا پښتونخوا ده- دا پښتونخوا ده
******
دلته لا لونه د بدخشان شته
خو ددې سيمې څوکيداران شته
دلته که بوټى کېميا په شان شته
په دې ځنګلو کې پراته زمريان شته
له زمرو ډکه دا شاوخوا ده
دا پښتونخوا ده- دا پښتونخوا ده
baheer
