اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

د خېبر تاتره

تۀ کۀ دخيبر په تاتروباندې ختلی شې
ماته هم شمشاد نه دهر چا لمنې ښکارى
تاکې کۀ خيبره دحمزه دوينو سرۀ ښکارى
هر خوا دسپين غر نه دبابا لمنې ښکارى
زۀ درته خيبر وايمه تۀ راته سقر وائې
هسې مو ترمنځ دارتفاع لمنې ښکارى
تاته دې خيبره خړه خاوره دسرو زرو شى
خير دی کۀ زمونږه په بيديا لمنې ښکارى
****************************
چيرته کښې وير چيرته خندا وينمه
چا شونډې سرې او چا ششې وخوړې
کۀ په تار اغله بيا دې نرګڼمه
يادې بچو سړې تودې وخوړې
ای دخالد بې اتفاقه قامه
برشولې ورک کوزو سکنجې وخوړې
زۀ دماښام په بانګ غلط شوم لږ څه
دوى په رڼا ورځې روژې وخوړې

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←