اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

زېرى

تورې تيارې وې په هر لورى پرېشانى خوره وه
په مخ د ګلو د مودو نه ستومانى خوره وه

د ظلمتونو په ول ول کښې ګرفتار وو ژوندون
د هر بې وسه هر مظلوم په اوږو بار وو ژوندون
د غاصبانو سردارانو منت بار وو ژوندون.

د حق خبره چا په جار باندې کولی نه شوه
"ډيوه" د امن چا په ژوند کښې بلولی نه شوه
د "شعور چم" کښې به کېدی د لات منات خبرې
د کفر و شرک په کنايو کښې د ذات پات خبرې
چا پېژندلې د وحدت صوم و صلواۍ خبرې

بې حيائي وه تار په تار وه د حيا لوپټه
باد د وختونو وه شلولې د وفا لوپټه.

خپلو پلارانو به پخپله ښخولې لونړه
له خپله لاسه خپلې وينې زورولې لونړه
په خپل نصيب به نصيبونو ژړولې لونړه

په کانړو زړونو کښې د وينې احترام چېرته وو
هاغه "خودسرو" کښې د مينې احترام چېرته وو.

کېدل هر وختې به قلتونه په وړه خبره
د قبيلو انښتآ جنګونه په وړه خبره
د عمر عمر نفرتونه په وړه خبره

لارو کوڅو کښې به بې قدره بهېدله وينه
لکه اوبه به په هر ځائآ کښې توئېدله وينه

"د سحرونو" په ماتم به ماښامونو ژړل
د ارمانونو په "ارمان" به ارمانونو ژړل
د وخت په جبر ناتمامه حسرتونو ژړل

د ځان ځانۍ دور دوره وه ورورولي چېرته وه
د مايوسۍ لړې خورې وې خوشحالى چېرته وه

په لر و بر کښې لور په لور وې لګېدلې لمبې
د ظلم و جبر وحشتونو ترهېدلې لمبې
د تشدد په خړ سېلاب کښې لمبېدلې لمبې

د قسمتونو په زندان کښې تړقېده غلامان
په چپه خوله به غلى غلى ژړېده غلامان

دغه فرياد د مظلومانو تر اسمان اورسېد
لکه لمبه په پورته لاړ تر لامکان اورسېد
په بره بره لا په بره تر يزدان اورسېد

"جلوه" د نُور شوه راروانه د جهان په لورى
راتله راتله د لامکان نه د مکان په لورى

د عبدالله په کو د نُور دغه رنړا خوره شوه
هر چا ليده دغه رنړا په هره خوا خوره شوه
"د ادم زېرآ" ئې رښتيا کړلو رښتيا خوره شوه

د اّمنېرض بى بى لمن ته مجبتى راغی
بدرالرجى نورالهدىص خيرالورى راغی

راغآ دنيا ته د بې کسه يتيمانو اّسره
د کونډو رنډو غلامانو مظلومانو اّسره
د معزورانو د خورانو غريبانو اّسره

د عبدالله په کور راتلل راغونډېدل رنګونه
په مينه مينه ترې چاپېره تاوېدل رنګونه

که د فطرت زرې زرې وئيلې جهان کښې نغمې
نو فرښتو وئيلې په پورته لامکان کښې نغمې
خورې د مينې ورورولۍ شوې په دوران کښې نغمې

د محمدص راتلل د مينې اخوت زېری دی
د زغم برداشت هم د اخلاص او محبت زېری دی
زره زره د کائيناتو والضحى يادوى
انس و جن واړه په تعظيم زما اقاص يادوى
غنى مولا هم فرښتې صلى على يادوى

ځئ چې مونږ هم په مينه ووايو سلام په نبى ص
ډېر دُرودونه سلامونه صبح و شام په نبى ص

صلوا عليه واليه


Zeray
Layaqzada Layaq

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←