اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

څلوریځی

دی دنیا ته ځی راځي اوړي کلونه
قدرت هر چا ته ورکړي فرصتونه

راشه څو دافرصتونه محوه کیږی
سر پر سر به له ساقی اخلو جا مونه

څلوریځه

بربادی که دی په کار وی دیو قام
کړه یی لرې دلیک لوسته خاص او عام

پدې ډول به یی فلج شی خپله ژبه
ورته کښینه بیا یی وګوره انجام

څلوریځه

بل ته یی ورکړه تا به کړی یاد
خپله یی مه خوره شی به بر باد

وبل ته ورکړه دځان فایده ده
که فایده غواړې مدام کړه داد

څلوریځه

دژوندون پر لاره مه ځه په افراط
هر یو کار تر سره کیږی په احتیاط

تعجیلی له نا کا میه سره سر خوری
آن که پو هه درسره وی دسقراط

څلوریځه

خدایه ډير کړه خدایه ډیر کړه سره ګلونه
چی تری زده کړو مینه مینه او رازونه

څو دژوند له اننګو نه بو سه واخلو
ځو ستنیږو مدام نه وی فرصتونه

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←