اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

چا ویل چې اسانه ده

چا ویل چې اسانه ده
مينه بلا ګرانه ده

ستا شومه زما نشوې
دا ګېله مې تانه ده

ګوره چې درګورمه
لا مې وينه ځوانه ده

ورانه په هر چا ښه ده
مونږ باندې چې ورانه ده

اوښکه د بنړو په سر
حسن ته حېرانه ده

زړه مې قرار نه کوي
ښکاري راروانه ده

غږ لايقه اُونه کړې
ډېره بدګومانه ده

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←