اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

د پښتون دعا

لويه خدايه، پاکه ربه
تاته ناست تل په دعا يو
دغه سوال زمونږ قبول که
سوله امن راله راکه
جنګ زمونږ له سره واخله
جنګ وحشت دى تباهي ده
امن غواړ، سوله غواړو
کور او کلى مو تباه شول
ټول په دې جنګ کې تالا شول
ښه ځوانان مو شولو خاورې
کونډې رنډې ماشومان هم
خو دا جنګ کله ختمېږي
پوره دېرش کلونه وشول
جنګ روان دى نه ودرېږي
د دهشت په نوم تباه شو
پښتانه غرق شو تالا شو
د دنيا په فريبونو
کې راګېر شولو رسوا شو
څوک پرې نوم د جهالت ږدي
وايي وحشي دى ځناور دى
دا د علمه ناخبر دى
هېڅ په خپل ځان نه پوهېږي
د بل ډول ته به ګډېږي
او په څو پيسو خرڅېږي
خپل عزيز تربور به وژني
د پردي کور کې نوکر شي
د شخصي ګټو لپاره
د ملت په ګټو سر شي
د اغيارو دام کې ګېر شي
هم د خپله ځانه تېر شي
واسکټ واچوي د مرګ
ځان وژونکى شي سر تېر شي
بې ګناه خلک به وژني
د جنت په طمع سير شي
په ټولې د انسانانو
دى ورګډ لکه د شېر شي
ځان کړي ختم دنيا ختمه
چې د سرو وينو سيلاب يي
ککرۍ نه راچاپېر شي
جنازې به پورته کېږي
وينه توى غوښې بادېږي
بيا د چا بچي قتلېږي؟
څه ګناه او څه يې جرم
دا د چا اور کې سوزېږي
د انسان عظيم طاقته
يې خالق د کائناتو
ستا مخلوق ټول تباه کېږي
د بمبار لاندې مړه کېږي
لويه خدايه پاکه ربه
دا څه کېږي لا به کېږي
د انسان زړه پرې خوږيږي
ته خپل رحم و کرم وکه
له دې شره نه مو خلاص که
د جنګ نوم ورک په دنيا که
دا د جنګ شيطان تباه که
دا زمونږ په وس کې نه ده
لويه خدايه پاکه ربه
سوله امن راله راکه
هر پښتون پخپله خاوره
ته سر لوړى سر بالا که
ته سر لوړى سر بالا که

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←