اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

غزل

لکه چې نور مې د توبې هغه اثر ماتېږي
ځکه مې ستاد زلفو سوري ته نظر ماتېږي

قدم په مخکې اخلم پښې مې بېرته شاته راځي
تکل مې کړى چې درځمه خو سفر ماتېږي

سلور بښلمين شفق دې واخيست له چينې صنمه
خدايږو وېرېږمه نامردي چې کوثر ماتېږي

تا که په سترګو کې سرخي د خمارو اړوله
ګورئ قتلېږمه په زړه کې مې خنجر ماتېږي

د زلفو وريځې پرې راواړوه که خون يې نه اخلې
ستا د رخسار په څرک زما د باز وزر ماتېږي

بس په ډنډر دپاسه چوپه خوله کوټواله ښه ده
که چېرته لږه را مسکۍ شوله ډنډر ماتېږي

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←