اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

ماته د تاريخ د مېړنو خبرې يادې دي

ښـې مـــــې د پــــلــــرو او د نــــيـــکــــو خــــبـــرې يــــادې دي
مــــاتــــه د تـــــاريـــــــخ د مـــــــېــــړنــــو خـــبــــرې يـــادې دي

زه او تـــــه او دا ســــــــره پــــــه هــــغـــه تــــول پـــوره نـــه يـــو
مـــــاتـــه چـــې د کـــومـــو پـــخـــوانـــو خـــبـــرې يــــادې دي

څوارلس صدۍ مخکې چې يې کـومـه ښه ځـــوانـــي کـړله
اوس هـــم د هــــاشـــم د مـــېـــلـــمـــنـــو خـــبــــرې يـــادې دي

وه اســـــمــــانـــــــه څـــــــه دې کـــربــــلا خــــــوراتـــــه ووايـــه
تــــاتـــــه خـــــو د هــــغـــو حــــوصــــلــــو خـــبــرې يـــادې دي

دا نـــوې وســـلــه چـــې قـــيـامـــت خـــېـــزه زلــــزلــــې لــــري
دې هـــم د تــــورو او د نـــــــېــــزو خـــــــــــبــــرې يـــــــادې دي

څــــه اثــــر بـــه واخـــلـــې د ويــــنـــا نـــه مــــې زلـــمـــيـــه تـــه
تـــاتــه خـــو بـــس يـــو د جـــيــــنـــکــــو خـــبـــرې يــــادې دي

زه لـــــوګــــى چـــــــــې داســــــې تــــخـــــيــــل د تـــغـــزل لـــرم
مــــاتـــه د حـــــــمـــــزه د بــــــاريـــکــــــو خـــبـــرې يــــادې دي

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←