غـزل
دې ښاېسته افغان اولس ته مې سلام دى
تورى نوم يې ټول جهان ته نمايان دى
نن خرڅ شوي په پونډونو ډالرونو
چې پخوا ته څوک نظر نه کړي نادان دى
احمد شاه غوندې پلرونه مو تېر شوي
ښاېسته ښکلى نوم يې پروت تر هندوستان دى
د تاريخ ثاني مې نشته په جهان کې
ما دشمن لره ورکړى امتحان دى
يتيمان پلرونه غواړي صبر نه کړي
او تا وطن ځنې شړلي دا وجدان دى.
