اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

غزل

مينه غواړم زړه غواړم خواږه غواړم
اوښکې ديتيم په مخ نورنه غواړم

چل دخندانه راځي ژړاژړا
پروت تقديرپه ټنډه خوځيده غواړم

نورمې په ختيزاولويديزمه ويشئ
لوړافغانستان لوړپښتانه غواړم

ولې مې په ژوندباندې ميراث ويشې؟
دادې انصاف تله ماتيده غواړم

وې دنفاق نخشې چې ئې ورک کړلو
نوردې خپل ملت ته يوکيده غواړم

تل دوي زرغون دوي ګلزاردوي
باغ کې دګلونه شنه کيده غواړم

وي که،اصلزيه،يويشتم پيړۍ
بياخوئ په خبروحل کيده غواړم


Ghazal
Sabir Asilzay
Sweden

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←