اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

انجام

دستوروپه رڼاځمه ګل پام مې لټومه
تياروکې تپ اوتورشومه انجام مې لټومه

چاوېل راته پخپلوزهرولاس ځماککړدي
ګرځيږمه خلاصون ته ارماغان مې لټومه

هرشاخ زخمي زخمي دی هره پاڼه بادوهلې
وطنه ستاسپرلي ته به پيغام مې لټومه

دنياشوله سپين سترګې دسپوژمۍ کورته لارغواړي
پښتون يم بدنصيب وينوکې ځان مې لټومه

زاهدماماپه لپوکې جنت دخدايه،ج،غواړي
زه وړم په سرسکروټې انتقام مې لټومه

شهيده ترمزاردې تاوراتاولکه يتيم شوم
مړې اوښکې دګريوان يمه مقام مې لټومه

اينې ته مخامخ شم خپل تصويرراته پره دئ شي
غزل د،اصلزي،شمه الحام مې لټومه
سويډن
2008-12-02


Ghazal Anjam
Sabir Asilzay
Sweden

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←