د اختر لنډئ
ټولوونکی : سمیع الله امیني
اختر نږدې دى ياره راشه
مبارکي به يو بل ته ورکوونه
اختر نږدې دى روژه لاړه
ليلى به چا ته سرې منګولې ښکاروينه
اول روژه وي بيا اختر وي
په بيلتانه پسې وصال دى رابه شينه
اختر په ټوکو ټوکو راغى
نه مې اوږۍ شته نه د غاړې تاويزونه
اختر په ورځ دې ځان سينګار کړ
څوک دې په زړه دي که ډډه وهې ټالونه
اختر يوه لويه خوشالي ده
چې زړونه اخلي پرې د عمر پيوندونه
اختر زما په نصيب نشته
زه د وصال په تمه ستا يم مړ به شمه
اختر له تاسره ښاييږي
نور خلک خوشې د اختر هوس کوينه
اختر پرون تېر شو عالمه
د بغداد دو کوترې نن راغله سېلونه
اختر پرون وو پرون تېر شو
د دامان کوترو نن سره کړه لاسونه
اختر په وخت د ګلو راغى
زما نازک زړګي نه خيژي فريادونه
اختر ته ځکه خوشالېږم
چې مرور جانان به ما پخلا کوينه
اختر ته ځکه خوشالېږم
چې مسافر اشنا مې کلي ته راځينه
اختر ته ډېره خوشاليږم
زما د يار وعده اختر دى رابه شينه
اختره! تل تر تله اوسې
زه د الله په در کې دا دوا کومه
اختره! تل تر تله اوسې
چې د بېلتون په کور تر مرګه وي ويرونه
اختره! څنګه به خوشال شم
چې مې په زړه پراته دلۍ دلۍ غمونه
اختره! څومره بختور يې
چې دوه ياران يو بل ته غېږې ورکوينه
اختره! ستا خوشالي څه کړم
زه د بېلتون د لاسه اور کې ستي شومه
اختره! شکر دى چې راغلې
په انتظار درته له ډېرې مودې ومه
اختره! ډېر دې احسان مند يم
چې مرور اشنا مې بياغېږ ته راځينه
اختر چې تېر شي بيا به راشي
دا د ځوانۍ عمر به بېرته نه راځينه
اختر خو راغى يار مې نشته
د خندا ډکه خوله به چا له ورکومه
اختر د جونو مبارک شه
زنړۍ د بل وطن مرغان دي لاړ به شينه
اختر د واړومبارک شه
که مسافر وي که د يار له څنګه وينه
اختر د واړو مبارک شه
زه به خپل سره لاسونه يار ته ورکومه
اختر دې تا ته مبارک شي
چې لاس او پښې دې بې حنا اور لګوينه
پر ما هغه ورځ اختر ده
چې شيرين يار مې د ډولۍ په مخ کې ځينه
پېزوانه خندا هوسېږه
سبا اختر دى پاس په شونډو به دې وړمه
پېزوانه زېرى مې درباندې
سبا اختر دى په سرو شونډو به دې وړمه
پېزوانه کوز شه اوبه وڅښه
سبا اختر دى په سرو شونډو به دې وړمه
ته د اختر په سبا راشه
زه به دروځم تورې سترګې سره لاسونه
چې اختر راشي موزي پټ شي
چې اختر تېر شي موزي بيا راښکاره شينه
چې مازيګر شي ښکته لمر شي
په چا اختر شي څوک د غم ژړا کوينه
ځه اختر په سبا راشه
زه به دروځم تورې سترکې سره لاسونه
خاونده ژر تر ژره اختر کړې
چې د عاشقانو سره وشي ديدونه
خلک اختر له جامې مينځي
زه په ګولو ويشتلى زړه ټکورومه
خلک اختر له کالي مينځي
زما جامې د يار په بوى دي نه يې مينځمه
خلک به وايي چې اختر دى
پر ما خو نه دى چې له ياره جدا يمه
خلک د اختر په ورځ ديدن کړي
زما قلم کاغذ په لاس بېديا ته ځمه
خلک کالي کوي اختر دى
زه د شهيد جامې په خوا کې ګرځومه
خلکه! زما به څه اختر وي
چې بېلتانه راته خيمې وهلي دينه
خلکه! زما به څه اختر وي
انبار غمونه بېلتانه راکړي دينه
خلکه! زما به څه اختر وي
چې بېلتانه په سر سر تور تړلى يمه
د اختر شپه د هغې زار شه
په کومه شپه چې سر ديار په څنګل ږدمه
د اختر ورځ د خوشالي ده
يار مې مېلمه دى د زړه غوښې ورته ږدمه
دا نمر زېړۍ وخت مازيګر دى
په چا اختر دى څوک د غم ژړا کوينه
د روژې هر ماښام اختر دى
ټوټې ټوټې د پېشلمي د لاسه يمه
د غم اختر د غم سيلونه
د غم بازار دغم سودا په کې کومه
زما اختر به څه اختر وي
په داسې ورځ چې زه جدا له ياره يمه
زما د زړه ارامه راشه
په تمامي جهان اختر پر ما غمونه
سبا اختر دى خوشالي ده
زه به بې ياره خوشالي څه کړمېنه
سبا اختر دى يار مې نشته
د ګاڼې ډکه به د چا غېږې ته ورځمه
سالو يې دوه رنګه په سر کړو
په چا يې اختر کړو چا له يې ورکړل ډېر غمونه
شپه د اختر وه که د قدر
چې د اشنا سره مې وشوه ديدونه
عالم اختر کا جامې وينځي
زه به هاله اختر کوم چې يار له ځمه
عالم اختر کا جامې وينځي
زما اختر به د ديدن په ورځې وينه
که دې اختر په شپه رانغلې
نصيب دې مه شه د لنډې زنې خالونه
مخ دې قمر شغلې د لمر کا
په چا اختر کا څوک د غم سودا کوينه
مياشت د اختر ښکلى ښکاره شوه
ربه اوس تږى د جانان د ديدن يمه
ورځ د اختر ده نور څه نه دي
په سره جوړه کې راته شنه له خندا شينه
يو د اختر په سبا راشه
زه به دروځم تورې سترګې سره لاسونه
په سپينه خوله که روژه ماته
د کفارت روژې به دواړه ونيسونه
په سين کې زر کـښتۍ لاهو کړه
سبا اختر دى د خپل يار سلام له ځمه
