اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

راغونډ شئ پښتنو چې د پښتو سندرې وایو چاپېره نظر وکړئ جوړه لویه هنګامه ده

ترڅو به په پښتو کښې د پردو سندرې وایو
راغونډ شئ پښتنو چې د پښتو سندرې وایو

چاپېره نظر وکړئ جوړه لویه هنګامه ده
په دغه هنګامه کښې پټه بله علامه ده
په جار یې درته وایم د بدلون یو پېلامه ده

اوس نورې درته نه د الله هو سندرې وایو
راغونډ شئ پښتنو چې د پښتو سندرې وایو

قامونه د وحدت په لوی سنګر باندې تېرېږي
ټوټو کښې ویشل شوې یو مرکز ته راغونډېږي
که یو نه شي ورکېږي پدې ټول سره پوهېږي

راځئ چې د سیالانو د جرګو سندرې وایو
راغونډ شئ پښتنو چې د پښتو سندرې وایو

امو د اباسین د غړمبېدلو مدحې وایي
پامیر د تاتري د مېړنو مېړانه ستایي
چترال هم اشارې کوي بولان ورته څه وایي

راځئ چې د واورینو سر درو سندرې وایو
راغونډ شئ پښتنو چې د پښتو سندرې وایو

جنت کښې د غلجیانو ، ابدالانو مرکې دي
خوشحال برسیره کړې د غیرت نوې قصې دي
ملاتړ ته یې حاضرې د وختونو پرښتې دي
او مونږ د بې بنیاده اندېښنو سندرې وایو
راغونډ شئ پښتنو چې د پښتو سندرې وایو

د جوړې هنګامې نه نتیجه راپیداکېږي
روانه دا خبره اوس په ټپه نه ودرېږي
هر څه چې په کښې کېږي خو پښتون به ازادېږي

راځئ چی ملا تړو د پاڅیدو سندرې وایو
راغونډ شئ پښتنو چې د پښتو سندرې وایو

ترڅو به په پښتو کښې د پردو سندرې وایو
راغونډ شئ پښتنو چې د پښتو سندرې وایو

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←